د لاس رسي وړ اتصالات

بلغاریا د سرحد د کنترول لپاره پېسې غواړي


Police fire tear gas shells to disperse students taking part in an anti-government protest demanding the resignation of Sri Lanka's President Gotabaya Rajapaksa over the country's crippling economic crisis, in Colombo.
Police fire tear gas shells to disperse students taking part in an anti-government protest demanding the resignation of Sri Lanka's President Gotabaya Rajapaksa over the country's crippling economic crisis, in Colombo.

د بلغاریا حکومت له اروپايي اتحادیې څخه د مهاجرو پر وړاندې د خپلو سرحدونو د کنترول لپاره د نورو اتیا میلیون یورو غوښتنه کړې ده.

بلغاریا وایي د ناقانونه کډوالو په وړاندې د سرحدونو غښتلي کول نه یوازې د بلغاریا لپاره بلکې د اروپایي ټولنې د هیوادونو د سرحدونو امنیت به ټینگ کړي.

د صوفیې پوهنتون کې د بالقان د نړیوالو اړیکو پروفیسر ایو ځیکوف وایي په بلغاریا کې د کډوالو ډیریدل د بلغاریا او اروپایي اتحادیې لپاره د اندیښنې وړ مسله ده.

ښاغلی ځیکو زیاتوي:"په تیرو دوو کلونو کې په بلغاریا نفوس ډیر شوی چې پکې د منځني ختیځ څخه په تیره له سوریې او مرکزي اسیا یا د افریقا له شمال څخه ډیر مهاجر راغلي دي. او دا د بلغاریا لپاره یوه ستونزه جوړه شوې ده ځکه مونږ باید ځیني مشخص اقدامات ترسره کو چې څوک باید بلغاریا یا اروپایي اتحادیې هیوادونو ته ننوځي. له همدې لپاره دا یوازې د بلغاریا مسله نده. په دې کې د اروپایي اتحادیې د هیوادونو امنیت او بهرني سرحداد هم نغښتي دي."

اروپايي اتحادیې دمخه لا بلغاریا ته یوسلو پنځوس میلیون یورو ورکړې دي. بلغاریا وايي ورکړې پیسې کافي ندي او اتیا میلیونو ایرو ته اړتیا شته.

ځکه دا د سرحدونو کنترول به د اروپايي هیوادونو له امنیت سره هم مرسته وکړي. چارواکي وايي چې د بلغاریا له لارې د مهاجرو راتګ په ټوله کې اروپا ته یو لویه اندیښنه ده.

د افغانستان په ګډون زیات شمیر مهاجر له مرکزي آسیا، منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو څخه اروپا ته د ننوتلو لپاره له بلغاریا څخه تیریږي.

XS
SM
MD
LG