د لاس رسي وړ اتصالات

بومرا په نړیوال جام کې نشته

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې یو تر ټولو چټک توپ اچوونکی جسپریت بومرا به په اسټرالیا کې د شلو شلو اورونو په نړیوال جام کې د دې هیواد په لوبډلې کې نه وي.

د هند کرکټ بورډ دوشنبه اکټوبر ۳ (تلې۱۱) ویلي چې د دې لوبغاړي ملا ژوبله ده.

په اعلامیې کې راغلي چې د دې هیواد د کرکټ بورډ طبي ډلې په لوبډلې کې د بومرا د نه ګډون پریکړه کړې او ویلي یې دي چې دا پریکړه یې د تفصیلي ارزیابیو او متخصصینو سره د سلا مشورو وروسته کړې.

تر اوسه نده معلومه چې هند به د را روان شل اوریز نړیوال جام لپاره د جسپریت بومرا پر ځای کوم لوبغاړی وټاکې او په اعلامیې کې یوازې دومره ویل شوي چې پدې هکله به پریکړه ډیر ژر وشي.

د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام سیالۍ د همدې روانې اکټوبر د میاشتې په ۱۵ مې په اسټرالیا کې پیلیږي.

اته ویشت کلن بومرا په هند کې تیره میاشت د اسټرالیا سره په لوبو کې برخه درلوده خو اوس مهال چې د جنوبي افریقا د لوبډلې سره د شلو شلو اورونو لړۍ روانه ده، دا تیز توپ اچوونکي پکې نشته.

هغه د لوبو د پیل څخه د ملا درد څخه شکایت کاوه.


د نړیوال جام کې د هند لومړنۍ لوبه د کټر سیال پاکستان سره د اکټوبر په ۲۳مه د ملبورن په ښار کې ده.

توپ وهونکو له پلوه غښتلې لوبډله ده خو څه وخت کیږي چې د شلو شلو اورونو د وروستیو اورونو لپاره د توقع سره سمو توپ اچوونکو د کمښت سره مخ ده.

هند په ۲۰۱۳ کال کې چې د اتلانو جام یې ګټلی، تر اوسه هیڅ کوم بل نړیوال یا داسې جام ندی ګټلی چې د دوو څخه ډیرې لوبډلې پکې برخه ولري.

هند تیره میاشت د آسیا جام د سیالیو په دویم پړاو یا سوپر فور کې نه یوازې د پاکستان بلکې د سریلانکا په لوبډلې هم لوبې وبایللې.

جسپریت بومرا د هند لپاره تر اوسه ۳۰ د ټیسټ، ۷۲ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې او ۶۰ د شلو شلو شلو اورونو نړیوالې لوبې کړي.

د هند دا تیز توپ اچوونکی پښو سره جوخت (یارکر) توپ اچولو کې ماهر بلل کیږي او ځانګړې وړتیا یې د لوبو په ورستیو اورونو کې په دا ډول توپ اچولو کې ده خو پدې تیرو څو لوبو کې هغه ونشو کړی غوره توپ اچونه وکړي.








This item is part of
XS
SM
MD
LG