د لاس رسي وړ اتصالات

له بند نه تر پارلمانه د برما د ډیموکراسۍ د مشرې مزل


په پرونیوو انتخاباتو کې د دموکراسۍ لپاره د برما د ملي اتحاد د گوند له بریالیتوب وروسته ان سان سو چي د برما لپاره د نوي عصر اعلان وکړ. د اروپايي اتحاد او بریتانیې چارواکو ویلي دي چې دوي د آن سان سوچي په بریالیتوب باندي خوشاله دي.

د برما پروني انتخابات ضمني انتخابات و چې د پارلمان د څه دپاسه شپږ سوه څوکیو څخه یواځې د څلور څلویښت چوکیو لپاره ترسره شول. د دموکراسۍ لپاره د برما د ملي اتحاد د گوند چې د ان سان سو چي گوند دی ددې څلورڅلویښت څوکیو څخه درو څلویښت څوکۍ وگټلې.

که څه هم چي د ټولټاکنو د رسمي نتیجو اعلان به څو ورځې ونیسي خو د ډیموکراسۍ دپاره د برما د اوپوزیسون ملي ګوند چارواکي وايي د درې څلویښت څوکیو څخه چې دوي گټلې دي څلور یې د نیپیتاو د ښار څخه دي چې اکثره اوسیدونکي یې حکومتي او نظامي کارکونکي دي.

د برما د ډیموکراسۍ د اوپوزیسون ګوند مشرې آنګ سان سو چي داسي وویل:،،مونږ هیله لرو چې دا به د یوې نوې دورې پیل وي چیري چي د هیواد په ورځنیز سیاست کې به د خلګو پر نقش باندي زیات تاکید وي. دغه راز مونږ دا هیله هم لرو چې په دې وتوانیږو چې د ملي پخلاینې په پروګرام کې نور پرمختګ هم وکړو. مونږ ټولو هغوو ګوندونو او ډلو ته ښه راغلاست وایوو چې غواړي هیواد ته د سولې او سوکالۍ په راوستلو کې زمونږ سره یوځای شي .،،

د یووالي او پرمختګ ګوند چې تیر کال د پوځ له خوا نه هغه مهال تاسیس شو کله چي پوځ دې ته لیوالتیا وښوده چې قدرت به د انتخاباتو په لړ کې وړونکي ډلې ته وسپاري، اوس هم په پارلمان کې اکثریت لري.

آنګ سانسوچي وویل چې بریالیتوب د برما د خلګو دی ،،دا بریالیتوب زمونږ نه بلکې د خلګو دی چې پریکړه یې وکړه چې د خپل هیواد په سیاسي بهیر کې برخه واخلي. نو بنا دا دومره مهمه نه ده چې مونږ څومره څوکۍ ګټلی دي که څه هم چي مونږ په دې ډیر خوشاله یوو چې زیات شمیر څوکۍ مو وګټلې، بلکې دا مهمه ده چې خلګ په ډیر لیوالتیا سره غواړي چې په یو ولسواکه بهیر کې ګډون وکړي.،،

د جنوب ختیځ آسیا د هیوادونو سازمان یا ایسان نن د دوشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او په کښي راغلي دي چې د برما د یکشنبې د ورځې ټولټاکنې په شفاف، آزاد او عادلانه توګه ترسره شوې.

د ایسیان د سازمان او لویدیځونو هیوادونو یوه پلاوي ته بلنه ورکړل شوې وه چې د ټولټاکنو بهیر وڅاري. بریتانیوو ډیپلومات رابرت کوپر داسي وايي: ،،مونږ په مجموعي ډول ډیر د خلګو د هلو ځلو نه چې غوښتل یې مرسته وکړي او دا بهیر شفاف وساتي، راضي او خوشاله یوو.،،

د ټایلنډ او میانمار دپاره د اروپايي اتحاد سفیر ډیویډ لیپمن هم د ټولټاکنو نه خوښي څرګنده کړه ،،مونږ غواړو چې ددغه عالي بهیر نه چې موخه یې د مثبت بدلون راوستل دي ملاتړ وکړو. همدغه هغه څه دي چې اروپايي اتحاد یې غواړي چې ترسره یې کړي او مونږ په همدغه هدف باندي پرون دلته راغلي یوو،،.

په برما کې د پرون ورځې د انتخاباتو سره د خلګو ترمنځ زیاته اندازه هیله پیدا شوې ده. په برما کې یوه میرمن چې سا میا نومیږي داسي وايي:،، زه هیله لرم چې بدلون به رامنځ ته شي. د دې وړاندي سوچي په پارلمان کې نه وه، اوس چې دا پارلمان ته ولاړه نو زه فکر کوم چې هیواد به لږ څه بدلون وموندي. ددغه بدلون په لړ کې به د پخوا په پرتله چارې بدلې شي.،،

د یادونې وړ ده چې د آن سان سو چي ګوند په ۱۹۹۰ کال کې هم عمومي ټولټاکنې ګټلې وې خو د هغه وخت پوځي مشرانو و نه منله چې قدرت و بریالي ګوند ته وسپاري او نه یې بریالۍ ګوند پارلمان ته پرېښودی. په خپله آن سان شوچي هم د هغه انتخاباتو نه وروسته د ۲۲ کلونو دپاره د پوځ د خوا په خپل کور کې نظر بنده وه. د برما د پرون ورځې ټولټاکنې یو ډیر مهم ګام ګڼل کېږي چې په لړ کې به یې پخوانۍ سیاسي بندۍ پارلمان ته لاره پیدا کړي او دا کار به نور هیوادونه هم تشویق کړي چې دغه لاره تعقیب کړي او ځانونه د نړیوالو بندیزونه څخه خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG