د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۹۹۰ لسیزې وروسته په برما کې ۴ تنه اعدام شول


په برما کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد د پخوانۍ مشرې آنګ سان سوچي د ګوند یو پخوانی غړي او د دیموکراسۍ یو مشهور مبارز په ګډون څلور تنه اعدام شویدي.

دا په تیرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې پدې هیواد کې د اعدام سزا تطبیق کیږي.

د (میانمار ګلوبل نیو لایټ) په نامه دولتي ورځپاڼې په راپور کې ویلي چې دا کسان د "ظالمانه ترهګرۍ او غیر انساني کړنو" له کبله اعدام شوي خو نور معلومات یې ندي ورکړي.

د ورځپاڼې په راپور دا ندي ویل شوي چې دا کسان څه وخت او څه ډول اعدام شوي خو دومره یې ویلي چې د زندان د طرزالعمل سره سم وژل شویدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ددې کسانو اعدام کیدل غندلي او دا یې د یو شخص د ژوند کولو، آزادۍ او امنیت د حقونو څخه ښکاره سرغړاونه بللې.

په راپور کې ددې کسانو نومونه هم ندي یاد شوي خو د پوځي حکومت یو ویاند د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۳مې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې د پارلمان پخوانی غړی فیو زیا تا او د دیموکراسۍ مشهور فعال کو جیمي چې دواړو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوي، د "زندان د قوانینو سره سم په دار وځړول شي".

د ۱۹۹۰ کال راپدیخوا دا لومړی ځل دی چې په برما کې د اعدام سزا تطبیق کیږي.

د برما د پوځي حکومت مشرانو تیر کال د نظامي کودتا څخه وروسته چې د آنګ سان سوچي حکومت یې ړنګ کړ، د کودتا ضد لسګونه فعالان یې د مرګ په سزا محکوم کړي خو څو لسیزې کیږي چې پدې هیواد کې په چا د مرګ سزا تطبیق شوې نده.

د انګ سان سوچي د ملي لیګ ګوند دا غړی تیر کال د نومبر په میاشت کې ونیول شو او د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د ترهګرۍ د قوانینو له مخې د مرګ په سزا محکوم شو.

او د دیموکراسۍ فعال کیا مین یو ته چې په کو جیمي مشهور دی، ځانګړې نظامي محکمې عینی سزا ورکړله.


د برما د پوځي حکومت چارواکي وایي چې دواړو کسانو چې د اعدام په سزا محکوم شوي، د قانوني مراحلو پر اساس یې د محکمې د حکم په خلاف د استیناف او د حکم د بدلیدو غوښتنې کړي خو محکمې د هغوي غوښتنې رد کړي او تر دې وروسته بله لار نشته.


XS
SM
MD
LG