د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام مخالفه ډله د برما سیاسي نظام کې ګډیږي


په راتلونکي نومبر کې په برما کې وروسته له ٢٥ کالو آزاد انتخابات کیږي.
په راتلونکي نومبر کې په برما کې وروسته له ٢٥ کالو آزاد انتخابات کیږي.

له ٢٥ کلونو وروسته په راروانې نوامبر میاشت کې په برما کې پارلماني انتخابات ترسره کیږي او د بودایانو یوه سختدریځه ډله هڅه کوي چې هغه کاندیدان پارلمان ته لار ومومي چې د مسلمانانو مخالفه دي.

د دغې ډلې مشر اشین تلوکار بیونسا وايي " ځینې خلک په ځانگړې توگه مسلمانان د بودیزم د کمزورتیا هڅه کوي، نو مونږ د خپل مذهب لپاره قوي خلکو ته اړتیا لرو".

د ښاغلي بیونسا سخت دریځه بودایي ډلې تر اوسه په انتخاباتو کې د گډون په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي دوی به د هغو کاندیدانو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي چې د دوی له دریځ سره مخالفت کوي.

په دې وروستیو کې د برما پارلمان هغه څلور قوانین تصویب کړل چې یوې بودایي سخت دریځه ډلې وړاندې کړې وه. منتقدین وایي دغو نويو قوانینو کې د ښځو او د مسلمانانو پر ضد تبیعض ته قانوني بڼه ورکړل شوې ده.

برما کې لا د وړاندې د لږکیو مسلمانانو په خلاف د سختدریځو بودایانو د زورزیاتیو په اړه پراخې اندیښنې شته. د بشري حقونو ځينو سازمانونو آن د برما حکومت پدې تورن کړی چې د مسلمانانو ناورین ته سمه پاملرنه نه کوي.

داسې اندیښنې هم شته چې سیاسي نظام ته د اورپکو بودایانو له ورتګ سره به په برما کې د مسلمانانو حالت نور هم وران شي.

د برما نفوس څه باندې ۵۳ میلیونه اټکل کیږي او پدوې کې ۸-۱۲ فیصده مسلمانان ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG