د لاس رسي وړ اتصالات

بلغاریا کې د موټر په ټکر کې ۴۵ تنه مړه شوي


په مسافر وړونکي بس کې ټول ۵۲ کسان سپاره و چې ۴۵ یې مړه شوي.
په مسافر وړونکي بس کې ټول ۵۲ کسان سپاره و چې ۴۵ یې مړه شوي.

د بلغاریا په جنوب کې یو مسافر وړونکی موټر نن سه شنبې نومبر ۲۳ (لیندۍ۲) تر اور اخیستو وروسته د سړک د غاړې د کټارو سره جنګیدلی، لږ تر لږه ۴۵ کسان پکې مړه شوي چې ماشومان هم پکې دي.

تر اوسه د پیښې علت ندی معلوم خو چارواکي وایي د موټر دننه لومړی اور بل شوی او وروسته د کټارو سره جنګیدلی. پیښه د شپې شاوخوا دوې بجې شوې.

پولیس وایي په پیښه کې د مړه شویو کسانو څخه ۱۲ یې داسې ماشومان دي چې عمرونه یې تر اتلسو کالو ټیټ دي.

په مسافر وړونکي موټر کې ټولټال ۵۲ تنه سپاره وو. د بلغاریا د کورنیو چارو دوزارت چارواکي ویلي چې ۷ مسافرین ژوندي پاتې شوي چې ډیر کاري سوځیدلي او روغتون ته د درملنې لپاره وړل شویدي.

د مطبوعاتو په راپورنو کې ویل شوي چې دا مسافر وړونکي بس موتر د ترکیې د استانبول د ښار نه د شمالي مقدونیې د سکوپیې ښار ته روان و.

په شمالي مقدونیې کې چارواکو ویلي چې ښایي په بس موټر کې مړه شوي او ټپي شوي کسان د شمالي مقدونیې اوسیدونکي وي.

سره لدې چې دا بس موټر په شمالي مقدونیې کې ثبت دی خو د سیمې پولیس وایي چې د موټر دوه چلوونکي د مقدونیې او مسافرین یې د البانیا اوسیدونکي دي.

د بلغاریې صدراعظم او د کورنیو چارو وزیر دواړه د پیښې ځای ته ورغلي او سیمه ایزې مطبوعاتو ویلي چې د شمالي مقدونیې او البانیا صدارعظمان هم د پیښې ځای ته ورغلي و.

په بلغاریا کې دا لومړی ځل ندی چې دا ډول خونړی ټکر کیږي. یو مسافر وړونکی موټر چې سیلانیان پکې ناست و په ۲۰۱۸ کال کې د باران د وریدو نه پس چپه شو او ۱۷ تنه پکې مړه شول.

پدې هیواد کې په ۲۰۱۹ کال کې ۶۲۸ او په ۲۰۲۰ کال کې ۴۶۳ کسان د موټر په ټکرونو کې مړه شوي.

XS
SM
MD
LG