سناتور رابرت بیرد د ٩٢ کالو په عمر مړ شو. دی د امریکا د لویدیځې ویرجینیا وو.
د دې سناتور نطاق وایی چی سناتور بیرد نن په محلی وخت د سهار په دریو بجو واشنگټن ته نژدی په یوه روغتون کی مړ شو.
برد د تیری اونۍ راهیسی په روغتون کی بستر ؤ.
بیرد په کال ١٩٥٢ کی ولسي جرگې ته وټاکل شو او په کال ١٩٥٨ کی د سنا مجلس ته انتخاب شو.
هغه که څه هم په دی وروستیو وختونو کی ناروغه و خو بیا یی هم د خپل ایالت د پاره د فدرال حکومت په میلیونو ډالره جلب کړی وو.
دغه سناتور په کال ٢٠٠٨ کی د جمهور ریس براک ا وباما د انتخاباتی مبارزی ټینگ ملاتړئ ؤ.
سناتور بیرډ د ځوانۍ په وخت کی د سپین پوستو د برترۍ یا کو کلاکس کلان د نژادي تبعیض د یوی ډلی غړیتوب درلود چی له دی امله یی پیښمانی څرگنده کړی وه او ویلی یی و چی د نژادی تبعیض د ډلی د پخواني غړیتوب له امله شرمنده دی.