د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په کلیفورنیا کې وچکالي او د اوبو پر استعمال محدودیت


د متحده ایالتونو د کلیفورنیا ایالت په لویدیځ کې د وچکالۍ له آمله د اوبو پر کارولو باندې نوي محدودیتونه لګول شوي دي.

تازه او شنه چمنونه د کلیفورنیا نښه ګڼل کیږي. خو د کلونو اوږدې وچکالۍ له کبله به اوس د لاس انجلس ډیرو چمنونو ته په اونۍ کې یوازې دوه خله اوبه ورکول کیږي.

د لاس ویرجنیس د ښاروالۍ په حدودو کې خلک حق لري چې په اونۍ کې یوازې یو ځل د خپل کور چمن اوبه کړي. ددغې ښاروالۍ د اوبو د برخې کارکوونکې، ریکي کلارک وايي دغه اقداماتو ته اړتیا ده ځکه چې ددې سیمې تر ۷۰ سلنه ډېرې اوبه د چمنونو په خړوبولو او د کور دباندې پر ضرورتونو لګول کیږي.

مېرمن کلارک وايي: "کوم مشتریان چې د کور د ادرس د شمېرې وروستی عدد یې جفت وي، یوازې د سه شنبې په ورځ خپل چمن خړوبولی شي. هغه مشتریان چې د ادرس شمېره یې په طاق عدد تمامیږي، د دوی لپاره د پنجشنبې ورځ ټاکل شوې ده. دوی ته یوازې په دغو ټاکل شویو ورځو کې اته دقیقې وخت ورکول کیږي".

د اوبو د چارو مسوولین، د دغو مقرراتو د پلي کولو څارنه کوي او ګوري چې څوک کله اوبه لګوي. سرغړونکو ته لومړی خبرداری ورکول کيږي، وروسته جریمه کيږي . که سرغړونې دوام ومومي، د دوی د اوبو اندازه په دقیقه کې یو ګیلن ته راټیټېږي.

د لاس ویرجنیس د ښاروالۍ چارواکې، کاسن ګیلمر وايي: "ددغه محدودیت په نتیجه کې د پخلنځي په اوبو کې هیڅ توپیر نه راځي. خو په تشناب کې د شاور اوبه په دقیقه کې دوه نیم ګیلنو ته راټیټېږي. پدې اندازه اوبو تاسو بیا هم شاور کولی شئ. پخلی پرې کيږي. خو د کالیو پرې مینځلو ماشین یا کمود د اوبو اندازه کمیږي او ډکول به یې تر نورمال حالت ډیر وخت نیسي. د کور دننه ژوند لا هم په اسانۍ ترسره کیدی شي. خو د اوبو جریان کمیږي چې د چمن د اوبه کولو دپاره کافي نه وي".

ځینې خلک د خپلو کورونو دباندې د چمن لرلو پر ځای پر داسې بدیل فکر کوي چې اوبه کولو ته ضرورت ونلري. سارا لاریویر تیر کال دلته په لومړي ځل کور واخیست. هغې غوښتل د خپل کور دباندې د چمن پر ځای داسې صحرايي بوټي وکري چې خړوبولو ته اړتیا ونلري.

لاریویر وايي: "ما په دې اړه څېړنه وکړه ترڅو داسې بوټي پیدا کړم چې په لاس انجلس کې کیږي او ډیرې اوبه نه غواړي. زه د تیوډور پاین د نباتاتو موسسې ته ولاړم. دغه موسسه د بوټو نرسري لري، خلکو ته پدې اړه ښوونه هم کوي. ما هلته زده کړل چې څنګه ځايي نباتات اوبه کړم. ما ډیر وخت هلته د ځایي نباتاتو په کتلو تېر کړ".

د کلیفورنیا ایالت د کورونو له مالکانو سره مرسته کوي چې د خپل کور چمن لري کړي او پر ځای یې داسې بدیل ولګوي چې ډیرو اوبو ته اړتیا نلري. میرمن لاریویر له همدې مرستې په استفادې، د خپل کور مخې ته داسې بوټي کښېنولي چې د وچکالۍ په وړاندې مقامت کولای شي.

د کلیفورنیا په دغه برخه کې چمنونو ته د اوبو ورکولو محدودیتونه دوام لري او داسي نه ښکاري چې دغه محدودیتونه به ژر لیرې شي. د همدې محدودیتونو په وجه د ډیرو کورونو د انګړ چمنونه ژیړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG