د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کلیفورنیا ایالت په تیلو چلېدونکي موټر بندوي


د امریکا د کلیفورنیا ایالت چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۳۵ کال نه وروسته به په دغه ایالت کې یوازې برېښنایې او هایدروجني موټر پلورل کیږې.

دا د متحده ایالاتو لومړنی ایالت دی چې د تیرې اګست میاشتې په وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د هوا ککړتیا او اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره په پام کې لري تر ۲۰۳۵ کال پورې په تیلو د چلیدونکو موټرو پلورل په بشپړ ډول بند کړي.

اوس مهال په متحده ایالاتو کې کلیفورنیا تر ټولو ډیر نفوس لري او پکې تر ۱۴ مېلیونه ډیر موټرونه ثبت شوي، او شاوخوا ۱۶ سلنه یې د پاکې انرژې موټرونه دي. د نوې تګلارې پر بنسټ به تر ۲۰۲۶ پورې دا شمیره ۳۵ سلنه او تر ۲۰۳۰ پورې به ۶۸ سلنې ته ورسيږي.

د کلیفورنیا والي ګاوین نیوسم وايي ددې ایالت چارواکي د کاربون د تولید په کمولو سره سلا شوي دي. نیوسم وویل: "خلک نور نه غواړي چې د تیلو په پمپونو کې ودریږي. خلک ناروغه شوي دي، خلک نور په منځني ختیځ کې د پټرولو پر سیاست د خپل راتلونکي له ټاکنې نه ستړي شوي دي".

موټر چلوونکي وايي چې دوی خوشحاله کیږي چې خپل عادي موټرونه پاکې انرژۍ ته بدل کړي. د "کیلي بلو بک" په نامه د موټرو ارزونې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، بریښنایي موټرونه، د عادي موټرو په پرتله شاوخوا لس زره ډالر ډېر لګښت لري. خو بیا هم خلک غواړي چې د پاکې انرژۍ په لور ګام واخلي.

د کلیفورنیا د لاس انجلس یو اوسېدونکی وايي، دا که نن وي که سبا دا کار کيږې. هرڅه د پاکې انرژۍ په لور روان دي، نو دا سمه خبره ده را ځئ چې دا کار وکړو، یا تاسو بازار ته په تمه کیږی چې هغوی دا کار وکړي.

د برېښنایې موټرو په اړه هم اندیښنې شته، لکه د بیټرۍ موادو برابرول، او د چارج سټیشنونو نشتوالی. په کلیفورنیا کې اوس مهال شاوخوا ۸۰۰۰۰ د موټرو چارجولو سټیشنونه شته. دا په متحده ایالاتو کې د بل هر ځای په پرتله ترټولو لوړشمیر دی. بیا هم دغه ایالت تر ۲۰۲۵ پورې ۲۵۰۰۰۰ دا ډول سټیشنونو ته اړتیا لري.

له بلې خو د اقلیم ساینس پوهان وايي چې د اقلیم د بدلون په اړه که موږ هیڅ ونه کړو، د پیړۍ په اوږدو کې به د یخونو اوبه کیدل به د سمندرونو سطحې په خطرناک ډول لوړې کړي.

د کليفورنيا پوهنتون استاد هيلن ډاهلک وویل: "مونږ په ځینو سیمو کې له یو څخه تر دوه مترو پورې د یخ ویلي کېدل ګورو. د بیلګې په ډول په سانفرانسسکو یا د لاس انجلس په ښاري سیمه کې مونږ کولی شو د کاربون تولید بند کړو او یا لږترلږه را کم یې کړو".

کارپوهان په دې باور دي چې هر څومره ډیر ایالتونه د کلیفورنیا په پل لاړ شي، همدومره به د برېښنایي موټرو بازار ګړندی شي. اوس مهال لږترلږه څلورو نورو ایالتونو هم په دې اړه ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG