د لاس رسي وړ اتصالات

کالفورنیا له کاناډا او استرالیا څخه د اور په مړه کولو مرسته غوښتې


د کالفورنیا والي وايي چې په تېرو ډېرو کلونو کې د دغه ایالت په ځنګلونو کې داسې اور نه و لګېدلی

له څو ورځو راهېسې د امریکا د کالفورنیا ایالت په ۵۶۰ ځنګلونو، ونو او سیمو کې اور لګېدلی او د اطفايي ۱۲زره ماموران لګیا دي چې دا اور مړ کړي.

په دغه اور کې تر دې دمه څلور تنه مړه شوي او ۴۳ نور ژوبل دي چې د اطفايې ماموران هم په کې شامل دي. دا یوه تاریخي‌ اورلګېدنه بلل کیږي چې په ۲۰۲۰ مربع کېلومېتر سیمه کې بل ده.

د کالفورنیا والي ګېون نیوسام وايي چې د امریکا د نورو ایالتونو سربېره یې د کاناډا او استرالیا څخه هم مرسته غوښتې چې دا اور ورسره مړ کړي.

نوموړي وویل چې د استرالیا په ځنګلونو کې د اور لګېدو تر ټولو بدې پېښې کیږي او استرالیا په دې برخه کې ښه تجربه لري.

د کالفورنیا والي وايي‌ چې اور په شمالي کالفورنیا باندې هم بد اغیر کړی او لسګونه زره خلکو خپل کورونه پرېښي ‌او سلګونه کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي.

ښاغلي نیوسام وویل: "موږ په ډېرو کلونو کې داسې اور نه و لیدلی. دغه اور زموږ منابع او پرسونل سره وېشلي (بوخت کړي) دي."

له بلې خوا د کالفورنیا د «ریډووډ» په سیمه کې هغه ونې د سوځېدو له خطر سره مخامخ دي چې سلګونه کاله لرغونتوب لري. ددې برسیره د «ریډووډ ایالتي‌ پارک» ته نژدې یو شمېر ودانۍ سوځېدلې دي.

ولسمشر ټرمپ د کالفورنیا ایالت چارواکي په دغې اور لګېدنې کې ګرم بللي دي‌ او ویلي دي‌ چې د اور د مخنیوي لپاره یې د هغه سپارښتنې له پامه غورځولې.

ښاغلي‌ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په پنسلوینیا ایالت کې وویل: "ما د کالفورنیا چارواکو ته وویل چې تاسو خپلې ځمکې او خپل ځنګلونه پاک کړئ. په دغو سیمو کې له ډېرو کلونو راهېسې وچې پاڼې او پرې شوې ونې پرتې دي، او داسې دي‌ لکه د اور شغلې، چې لاس ور وړې،‌ لمبه کوي."

XS
SM
MD
LG