د لاس رسي وړ اتصالات

کیمرون: باثبات افغانستان د پاکستان په ګټه دی


د برتانیې صدراعظم په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سره د افغانستان د سولې په ګډون د دوو اړخیزو، سمیزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې.

پاکستان د یکشنبې په ورځ د برتانیې صدر اعظم دیوید کمیرون ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان نه د ناټو د د ځواکونو د وتلو مخکې به په ګاونډي هیواد افغانستان کې د هغو کوښښونو ملاتړ وکړي چې د سولې یوه موافقه ترلاسه شي.

دیوید کمیرون افغانستان ته له سفر وروسته پاکستان ته تللی دی. هغه په افغانستان کې هڅه وکړه چې د سولې په ټپه ولاړې خبرې له سره پیل شي، خو ښاغلی کمیرون وروسته له هغه د افغانستان نه تش لاس ووتی چې ولسمشر کرزي وویل که چیرې د طالبانو سره کومه معامله وشي هیواد به یې د خبرو اترو نه لاس په سر شي.

د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د افغانستان د سولې په بهیر کې د بریتانیې هڅې وستایلې. ،،مونږ افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستو کې د برتانیې د هڅو او همکارۍ قدر کوو. مونږ هیله لرو چې برتانیه به په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د راوستو دپاره خپلې هڅې جاري وساتي. مونږ په دې باور یو چې داسې پروسې باید د افغانانو په مشرتابه تر سره شي. ما ښاغلي کمیرون ته د خپل قاطع او گډ هدف په هکله چې د افغانستان سوله او ثبات دی ډاډ ورکړ چې په پایلې کې به یي په پاکستان کې 3 میلیونه کډوال د عزت او ابرو سره بیرته خپل وطن ته ستانه شي.،،

د برتانیې صدراعظم دیوید کمیرون د پاکستان صدراعظم نواز شریف سره د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې دا د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه ده چې دا یقیني کړي چې دواړه هیوادونه با ثباته او سوکالي وي.،، زه په ټینګه په دې باور یم چې یو با ثباته، سوله ایز، سوکاله او ډیموکراته افغانستان د پاکستان په ګټه دی همدغسي چې یو قوي، با ثبات، سوله ایز، سوکاله او ډیموکرات پاکستان د افغانستان په ګټه دی.،،

د دواړو هیوادونو مشرانو د پاکستان د راتلونکي او د برتانیې سره د اړیکو په هکله خپل اطمینان څرګند کړ او د سخت دریځۍ په وړاندې جګړه کې یې د یو بل سره د همکاریو ژمنه وکړه. د برتانیې صدراعظم وویل چې په ترهګرۍ کې پاکستان او بریتانیه عین دوستان او دښمنان لري.،، په دې جګړې کې د پاکستان ملګري د برتانیې ملګري دي او د پاکستان دښمنان د برتانیې دښمنان دي. مونږ به د سخت دریځۍ او ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې د یو بل سره مرستې وکړو.،،

همدارنګه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د برتانیې د صدراعظم ډیوید کمیرون سره خبرې وکړې. د خبرو اترو په لړ کې ښاغلی کمیرون د پاکستان سره د غښتلیوو اړیکو د درلودو په اهیمت باندې ټینګار وکړ. او زرداري وویل، هېواد يې چمتو دی چې، د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي، خو باید د ټولو خواوو مشروع ګټې خوندي شي.
 کیمرون: باثبات افغانستان د پاکستان په ګټه دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00
XS
SM
MD
LG