د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت په ښوونځیو کې د اعتیاد ضد کمپاین پیل کړ


ټاکل شوې، به دغه کمپاین کې د ښوونځیو زرګونو زده‌کوونکو ته د مخدره موادو د زیانونو په اړه د تیاتر برنامو له لارې پوهاوی ورکړل شي.
ټاکل شوې، به دغه کمپاین کې د ښوونځیو زرګونو زده‌کوونکو ته د مخدره موادو د زیانونو په اړه د تیاتر برنامو له لارې پوهاوی ورکړل شي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د اعتیاد پر ضد د مبارزې په دوام د دیارلسو ولایتونو په یو شمیر ښوونځیو کې د تیاتر د ترسره کولو له لارې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.

دغه کمپاین به نږدې دوه میاشتې په ښونځیو او نورو ټولنیزو ځایونو کې دوام وکړي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال جاوید احمد قایم، چې د دغه کمپاین د پیل لپاره د کابل ښار حبیبیه لیسې ته تللی وو، خبریالانو ته وویل په راتلونکو شاوخوا دوه میاشتو کې به د کابل په ګډون دیارلسو ولایتونو کې د ښوونځیو زرګونو زده کوونکو ته د مخدراتو د زیانونو په اړه معلومات ورکړل شي.

ښاغلي قایم زیاته کړه په دغه موده کې به پنځه اتیا تیاتره په ښونځیو او نورو ټولنیزو ځایونو کې ماشومانو او زده‌کوونکو ته وړاندې شي.

هغه وویل "موږ فکر نه کوو چې دا یوازینۍ لاره ده بلکې یوه له هغو تخنیکو څخه ده چې موږ غواړو ځوانانو ته ځان ورسوو نورو لارو نه چې ټلویزیون له لارې موږ خپل پیغام رسوو هغه بیلې لارې دي خو د تیاتر له لارې دا چې زر کسه، اته سوه کسه موږ ته کیني نو هلته موږ کافي پیغام رسوو".

د حبیبیې لیسې ګڼ شمیر زده‌کوونکي، چې د دغه کمپاین په بهیر کې ورته د اعتیاد په اړه او له مخدره موادو څخه د ځان ساتنې پوهاوی کیږي، په ډیره لیوالتیا د تیاتر نندارې ته ناست دي.

د دولسم صنف زدکونکي فواد له دغه تیاتر څخه څه پند اخیستی؟ نوموړي امریکا غږ ته په ځواب کې وویل "له دې تیاتر څخه مې دا زده کړل چې مخدره توکي زیانمن دي، ومې لیدل چې پلار یې کښت کاوه او زوی یې په همدغو مخدراتو روږدی شو".

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د اعتیاد پر ضد د مبارزې دغه کمپاین په داسې حال کې پیل کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا درې نیم میلیونه وګړي له مخدره موادو څخه متاثر شوي دي.

د دغه وزارت د شمیرو له مخې، په دغو معتادینو کې ۱.۴ میلیونه یې په مستقیم ډول مخدره مواد کاروي، چې نږدې ۵۰ فیصده یې بیړنیو درملنې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG