د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا په افغانستان کې پوځي ماموریت د ۹ کالو وروسته ختم کړ


کاناډا په افغانستان کې پوځي ماموریت د ۹ کالو وروسته ختم کړ
کاناډا په افغانستان کې پوځي ماموریت د ۹ کالو وروسته ختم کړ

کاناډا په افغانستان کي وروسته له هغه چي د امریکا په مشري په ائتلافي قواو کي نهه کاله وجنگیده، د پنجشنبې په ورځ خپل محاربوي ماموریت ختم کړ.

په سلګونو کاناډایي عسکر به تر کال ٢٠١۴ پوري په کابل کی د روزنې چاري په غاړه واخلي، خو محاربوي عملیات یې د کاناډا د پارلمان له خوا د ټاکل شوي مهلت د پوره کیدو سره پای ته رسیږي.

کاناډا په افغانستان کي ٣٠٠٠ عسکر لري چي زیاتره یې د کندهار په ولایت کی ځای پر ځاي شوي دي. او د ٢٠٠٢ کال نه را پدې خوا چي دغه عسکر افغانستان ته استول شوي دي، تر اوسه پوري ١٥٧ تنه په هغه ملک کي وژل شوي دي.

د افغانستان نه به ټول خارجي محاربوي عسکر د ٢٠١۴ کال تر پای پوري را ووځي او امنیتي چاري به محلي قواوو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG