د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا او برتانیې د محسن شکاري د اعدام کولو له کبله په ایران بندیزونه ولګول


یوه ورځ وروسته چې په ایران کې د حکومت ضد لومړنی مظاهره کوونکی اعدام شو، کاناډا او برتانیې په تهران د تازه بندیزونو اعلان وکړ.

برتانیې جمعه ډسمبر ۹ (لیندۍ۱۸) د ایراني چاراکو په ګډون د دې هیواد په ۳۰ اهدافو بندیزونه لګولي. هغه ادارې او افراد چې بندیزونه پرې لګیدلي، پدې تورن دي چې مظاهره چیانو ته "ناوړه سزا ورکوونه" تعقیبوي


د برتانیې تر څنګ کاناډا هم د ایران د قضایه قوې په ۲۲ جګپوړو غړیو، د زندانونو په سیستم، پولیسو او د دې هیواد د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي جګپوړو سلاکارانو بندیزونه لګولي دي.

د اروپایي اتحادیې دپلوماتانو هم ویلي چې د مظاهره چیانو د ځپلو له کبله په ایران د لا ډیرو بندیزونو په لګولو غور کوي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې مشر د محسن شکاري اعدام کیدل ځوروونکي بللي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې دا اعدام په ښکاره توګه نورو مظاهره چیانو ته بد پیغام رسوي.

خو د دې اعدام او امنیتي ځواکونو د سختې ځپنې سره سره، په ایران کې تیره شپه مظاهره چیان په هماغې کوڅې کې راټول شوي و، چې ښاغلي شکاري پکې نیول شوی و.

یوه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې مظاهره چیانو پکې ویلي، "هغوي (پولیسو) زمونږ محسن یووړ او بیرته یې د هغه جسد راوړ".


د ۱۵۰۰ تصویر په نامه خپرونې چې په ایران کې ټولنیزې شبکې څاري ویلي چې محسن شکاري د اعدام کیدو څخه څلور ویشت ساعته وروسته خاورو ته پداسې حال کې وسپارل شو چې د کورنۍ یو څو غړي او امنیتي ځواکونه یې جنازه کې و.

دې خپرونې په یو راپور کې ویلي چې ښاغلي شکاري په دومره بیړې اعدام شو چې د کورنۍ غړیو یې انتظار کاوه، د محاکمه کیدو خبر یې واوري.

د ایران په نورو ځایونو کې هم مظاهرې روانې دي. مظاهره چیانو د تهران د چتګار په سیمې کې د "مرګ پر دکتاتور او مرګ پر سپاهي" شعارونه ورکول چې هدف یې د ایران ستر مذهبي مشر او سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه دي.

XS
SM
MD
LG