د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا په پایتخت کې مظاهرې پای ته ورسیدې


د کاناډا په پایتخت اوټاوا کې پولیسو د هغې سیمې نه کټارې تاو کړلې او د ښاروالې عملې کثافات ټول کړل چې شاوخوا درې اوونۍ پکې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د لګیدلو محدودیتونو پر ضد مظاهره چیان راټول شوي و.

پدې سیمه کې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ دوه ورځې اخ او ډب شو او پولیسو بالاخره ۱۹۱ کسان ونیول او مظاهرې یې پای ته ورسولې.

مظاهره چیانو د ځانونو سره سلګونه لارۍ او واړه موټر راوستي و او د ښار مرکز یې بند کړی و.

د مظاهرو د پای ته رسولو لپاره د کاناډا صدارعظم جسټن ټروډو مجبور شو چې بیړنی حالت اعلان کړي.

پولیس همدارنګه وایي چې د مظاهرو ځای څخه یې ۷۶ موټر کش کړي.

په لومړي سر کې مظاهره چیانو غوښتل یوازې د هغو لارۍ چلوونکو لپاره دې د کرونا ویروس له کبله لګیدلي محدودیتونه او قیودات لیرې شي چې د متحده ایالاتو او کاناډا تر منځ تګ راتګ کوي خو وروسته دا مظاهرې د ښاغلي ټروډو او د هغه د حکومت پر ضد بدلې شوې.

پولیسو د کاناډا د پارلمان مخې ته په هغو مظاهره چیانو د مرچکو سپرې او بې هوښه کونکي لاسي بمونه وکارول چې د پارلمان مخې ته راټول شوي و.

د اوټاوا د پولیسو مشر وایي چې کوم مظاهره چیان چې نیول شوي ۳۸۹ بیلا بیل جنایي تورونه پرې لګول شوي چې د پولیسو په کار کې خڼد اچول، د محکمې د حکم نه منل، حمله کول، وسله لرل، په پولیسو حمله کول او فتنه ګري پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG