د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې د سیکانو یو مشر وژل شوی او کاناډا د هند یو جګپوړی دپلومات شړلی


د سیکانو دا مشر د جون په میاشت کې په کاناډا کې نامعلومو کسانو وواژه.
د سیکانو دا مشر د جون په میاشت کې په کاناډا کې نامعلومو کسانو وواژه.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو دوشنبه سپټمبر ۱۸ (وږي۲۷) وویل د اعتبار وړ ادعاوې شته چې د هند حکومت ښایي په کاناډا کې د سیکانو یو مشر د ترور په قضیې کې لاس ولري.

پداسې حال کې چې د سیکانو دې مشر هردیپ سینګ نیجار د ترور په هکله پلټنې روانې دي، کاناډا د دوشنبې په ورځ د هند یو تر ټولو جګپوړی دپلومات لدې هیواد څخه وشړه.

د کاناډا مشر پارلمان ته په وینا کې وویل چې د دې هیواد استخباراتي ادارې د سیکانو د مشر وژل کیدو په هکله پلټنې کوي خو دا یې ونه ویل چې ایا تر دې دمه دقیقه شوې که نه چې د وژل شوي سیک د ترور تر شا د چا لاس دی.

جسټن ټروډو وویل چې د همدې موضوع په هکله یې د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره خبرې کړي او دا یې ورته ویلي چې د سیکانو دې مشر په وژل کیدو کې د هند لاس لرل به "نه منل کیدونکي وي" او د هند د حکومت څخه یې پدې ترور کې د تحقیقاتو په برخې کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د نیجار سینګ پلویان وایي هغه په هند کې د سیکانو د خالصتان په نامه د خپلواک ایالت د جوړیدو لپاره مبارزه کوله. نیجار چې د هند حکومت "تر تعقیب لاندې ترهګر" اعلان کړی و د تیرې جون میاشتې په ۱۸ مې نیټې د کاناډا د ونکوور ښار یوې داسې سیمې کې ووژل شو چې ډیر سیکان پکې ژوند کوي.

د سیکانو د ټولنې وژل شوي مشر د خالصتان جوړیدو لپاره مبارزه کوله چې د هند شمالي برخې او د پاکستان یوه برخه پکې راځي. د هند حکومت بیا په نیجار تور لګاوه چې په هند کې دننه یې د ترهګرۍ بریدونه کړي خو هغه دا تورونه رد کړي و.

په همدې حال کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي ویلي چې پدې هیواد کې د هند د استخباراتو د ادارې مشر یې د نیجار سینګ د ترور له کبله شړلی.

میرمن جولي وویل که ثابته شي چې د هند حکومت د سیکانو دې مشر په ترور کې لاس درلود، "دا به زمونږ د خودمختارۍ او دا چې هیوادونه د یو بل سره د څه ډول قوانینو له مخې چال چلند کوي، جدي سرغړاونه وي".

د کاناډا په پایتخت اوټاوا کې د هند سفارت تر اوسه ددې دیپلومات په شړل کیدو تبصره نده کړې.

دا جګپوړی دپلومات داسې مهال شړل کیږي چې د هند او کاناډا اړیکې خړې پړې شویدي. د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر سر خبرې بندې شوي او کاناډا تازه د هند سره د سوداګرۍ یو ماموریت چې ټاکل شوې وه په همدې مني کې وشي، لغوه کړ.

ها خوا بیا د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په نوې ډهلي کې د جي-۲۰ هیوادونو مشرانو غونډې په یو جلا ملاقات کې د هند صدراعظم نریندرا مودي د جسټن تروډو سره په کاناډا کې د پنجابي خپلواکۍ خوځښت په هکله د کاناډا په رویې اندیښه ښودلې.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د سیکانو خوځښت "بیلتون پالنه ترویجوي او خلک د هندي دیپلوماتانو پر ضد تشدد کولو ته هڅوي" او د کاناډا څخه یې وغوښتل چې پدې برخې کې د هند د حکومت سره په ګډه کار وکړي.

کاناډا کې څه باندې ۷۷۰ زره سیکان ژوند کوي چې د دې هیواد د وګړو دوه فیصده کیږي.

د کاناډا صدراعظم پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د دې هیواد امنیتي ادارې د څو اوونیو راپدیدخوا پداسې اعتبار وړ ادعاوو کار کوي چې په احتمالي توګه د هردیپ سینګ نیجار په ترور کې د هند د حکومت اجنټانو لاس لرلو په هکله دي.

د سیکانو دې مشر د کاناډا تابعیت درلود او ښاغلي ټروډو وویل چې د هند حکومت ته یې پدې هکله جدي اندیښنه څرګنده کړې.

هغه وویل، " د کاناډا په خاورې کې د کاناډایي تبع په وژلو کې د یو بهرني هیواد هر ډول لاس لرل زمونږ د خودمختارۍ څخه نه منل کیدونکې سرغړاونه ده".

د کاناډا مشر همدرانګه وویل چې حکومت یې د متحدینو سره د دې قضیې په هکله د متحدینو سره له نږدې کار کوي.

جسټن ټروډو زیاته کړه، " زه د هند د حکومت څخه څومره چې امکان لري، په جدي توګه غواړم چې د کاناډا سره همکاري وکړي تر څو د دې موضوع عمق ته ورسیږو".

د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر هم ویلي چې د دې هیواد د ملي امنیت سلاکار او د استخباراتو د ادارې مشر هند ته تللي و او ددې ادعاوو په هکله یې خپل هندي انډولانو سره په جدي توګه خبرې کړیدي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزرات بیا ویلي چې صدراعظم جسټن ټروډو دا موضوع د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن او برتانیې د صدراعظم ریشي سوناک سره هم شریکه کړې او تر څنګ یې دا هم وویل چې دا موضوع به په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې څخه وړاندې د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې هم مطرح کاندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG