د لاس رسي وړ اتصالات

د اندیښنو سربیره کاناډا سوریايي کډوال وربولي


کاناډا هوډ لري چې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې ۲۵۰۰۰ سوريايي کډوال ومني.
کاناډا هوډ لري چې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې ۲۵۰۰۰ سوريايي کډوال ومني.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي چې د جنورۍ تر لومړۍ نېټې به ۲۵۰۰۰ سوریايي ګډوال ومني خو، منتقدین يې ویره لري چې د فرانسې له برید وروسته په یو وار دومره زیات کډوال منل ښايي د کاناډا امنیت وګواښي.

د ګډوالو منل د ښاغلي ټروډو د نوي لیبرال حکومت په وړاندې لومړنۍ سیاسي ننګونه بلل کیږي؛ نوي لیبرال ګوند د همدغې میاشتې په سر کې د کاناډا ټاکنې وګټلې.

د ښاغلي ټروډو یو ټاکنیز شعار دا و چې کاناډا باید د منځني ختیځ د ستونزو په حلولو کې د مرستې لپاره ډېر کډوال جذب کړي.

خو، د فرانسې له برید وروسته چې داعش يې مسولیت ومانه ان د ښاغلي ټروډو ملاتړي سیاستوال هم اوس د هغه پر دغې تګلارې نیوکه کوي؛ هغوی وايي چې باید د کډوالو د منلو موده نوره وغزول شي چې کاناډا ته د ورتلونکو سوریايي کډوالو ښه امنیتي پلټنه وشي.

لومړي وزیر ټروډو په منیلا کې د اسیا-پسیفک غونډې ته تر روانېدو وړاندې خبریالانو ته وویل "زموږ هدف دا دی چې خپلې انتخاباتي ژمنې پوره کړو. موږ د دغو ژمنو د عملي کولو لپاره پر یو پلان کار کوو. ژمنه مو دا وه چې د جنورۍ تر لومړۍ نېټې به ۲۵۰۰۰ کډوال د امنیتي مراحلو له بشپړولو وروسته راوغواړو. هڅه کوو دغه هدف ته ورسیږو".

ټروډو وویل چې په دې اړه يې له هغې ځانګړي حکومتي کمېټې سره هم خبرې کړي چې د همدغې میاشتې په سر کې جوړه شوه.

کډوال او داعش

د کاناډا صدراعظم له هغې وروسته دا څرګندونې وکړې چې له هغه څخه د کاناډا د سسکیچوان ایالت د وزیر براډ وال د لیک په اړه پوښتنه وشوه.

براډ وال په یوه لیک کې لیکلي وو"که لږ شمېر افراد هم چې غواړي د کډوالو د دغه چټک پروګرام له لارې کاناډا ته راشي، خو نیت يې زموږ هېواد ته زیان رسول وي، پایلې يې ویجاړوونکې کېدی شي".

د ښاغلي ټروډو منتقد سیاستوال اندېښنه لري چې د کډوالو په جامه کې به د داعش غړي کاناډا ته داخل شي.
د ښاغلي ټروډو منتقد سیاستوال اندېښنه لري چې د کډوالو په جامه کې به د داعش غړي کاناډا ته داخل شي.

په همدې حال کې د کاناډا یوې بلې مخورې سیاستوالې ناهيد نینشي له دغه لیک ورسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې ښاغلی وال "په حقه دی چې د کډوالو د ځای پرځای کولو د پروګرام په اړه مشروعې پوښتنې کوي".

د کیوبیګ ایالت، چې ډېر خلک په کې په فرانسوۍ ژبې خبرې کوي، د کډوالو وزیر يي وویل فکر نکوي چې د لومړي وزیر جسټن ټروډو دغه پلان دې عمله بڼه خپله کړي.

که رښتیا هم د اسلامي دولت ډلې د کډوالو تر نامه لاندې کاناډا ته ننوځي، دا کار به د امریکا لپاره هم د خطر یو زنګ وي، ځکه چې امریکا له کاناډا سره اوږدې پولې لري.

خو ټروډو وايي چې تر دې دمه امریکايي چارواکو د کډوالو د منلو په برخه کې د کاناډا د پروګرام په اړه کومه امنیتي اندېښنه ښودلې نه ده.

XS
SM
MD
LG