د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا صدراعظم: په جومات ډزې "پر مسلمانانو ترهگریز برید" دی


پولیس وایي چې دوه تورن کسان یې نیولي دي، خو په اړه یې له زیاتو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده
پولیس وایي چې دوه تورن کسان یې نیولي دي، خو په اړه یې له زیاتو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو په کوبیک ښار کې پر یو جومات باندې د وسله والو کسانو ډزې "پر مسلمانانو باندې تروریستي برید" گڼلی دی او هغه یې سخت غندلی دی.

د کاناډا په کوبیک ښار کې پر جومات باندې د یکشنبې د ورځې په حملې کې شپږ تنه عبادت کوونکي ووژل، او اته تنه ټپیان کړل. د پولیسو په وینا ددې پیښې قرباینان د ٣٥ او ٧٠ کلونو تر منځ عمرونه درلودل.

پولیس وایي چې دوه تورن کسان یې نیولي دي، خو په اړه یې له زیاتو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

عیني شاهدانو ویلي دي چې دریو تنو وسله والو په شاوخوا ۴۰ تنو لمونځ کوونکو باندې د کیوبک ښار د په اسلامي فرهنگي مرکز کې ډزې کړې دي.

د کاناډا صدراعظم دغه حمله غندلې ده او ویلي یې دي چې " کاناډایي مسلمانان د کاناډا د ملي جوړښت یوه مهمه برخه ده او په ټولنه کې دا ډول بې رحمانه اعمال زمونږ په ښارونو او هیواد کې ځای نه لري".

دغه ډزې هغه وخت وشوی چې ښاغلي ترودو د هغو مهاجرینو هرکلی وکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د فرمان په بنسټ امریکا ته له ورتگ منع شوي دي.

په دې وروستیو کلونو کې د کاناډا په کیوبک ښار کې د اسلام ضد ولولې زیاتې شوی دي. د کاناډا د ٢٠١٥ کال په انتخاباتو د حجاب یا اسلامي نقاب مسله په ځانگړې توگه د کوبیک په ښار کې په یوه لویه موضوع بدله شوی وه. په کیوبک ښار کې اکثر اوسیدونکي د حجاب پر ضد دي او د هغه منع کول غواړي.

XS
SM
MD
LG