د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا د صدراعظم میرمن د کرونا په ویروس اخته شوې


د کاناډا صدراعظم جستین ترودو او میرمن یې سوفي ترودو
د کاناډا صدراعظم جستین ترودو او میرمن یې سوفي ترودو

د کاناډا صدراعظم جستین ترودو وايي میرمن یې سوفي ترودو په کرونا اخته شوې او د ډاکټرانو تر درملنې لاندې ده.

ښاغلي تروډو په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هغه به د ډاکټرانو له مشورې سره سم په کور کې ایساره وي.

نوموړي ویلي دي چې خپله دا تکلیف نلري خو بیا به هم د ډاکټرانو سپارښتنې ته په کتو په کور کې وي.

تېره ورځ​ د کاناډا صدراعظم جستین ترودو، وروسته له هغې ځان په خپل کور کې قرنطین کړ چې میرمن یې د ریزش ورته علایم او او اعراض تجربه کړل.

د کاناډا د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ مارچ ١٢ (کب ٢٢) وویل چې سوفي ترودو چې تازه له بریتانیا څخه کاناډا ته ستنه شوې، د چهارشنبې په ماښام د ریزش ورته حالت او تبه درلودله.

د ښاغلي ترودو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي دي: "د زیات احتیاط په وجه صدراعظم خپله غوښتي چې قرنطین شي او د سوفي د ازموینو تر رارسیدو پورې به په پخل کور کې کار کوي."

ډاکترانو ښاغلي ترودو ته سپارښتنه کړې چې خپل ورځني فعالیتونه ترسره کړي او خپل وضعیت ته پاملرنه وکړي.

د کاناډا د صدراعظم د دفتر د اعلامیې په اساس ښاغلی ترودو د رپوټونو، غونډو، د نړۍ د مشرانو سره د خبرو او د کابینې په غونډو کې د گډون په شمول ټول کارونه د تیلیفون او ویدیویي کنفرانس له لارې کوي.

XS
SM
MD
LG