د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډايي پلټونکي د ټایټان اوبتل د ویجاړ کېدو لاملونه څېړي


کاناډايي پلټونکي هڅه کوي د هغه اوبتل د لمینځه تللو لامل معلوم کړي چې د ټایټانیک ډوبې شوې کښتۍ د لیدلو د پاره تللي پنځه کسان پکې مړه شول.

د ټایټان په نوم د کوچني اوبتل لټون تېره اونۍ هغه مهال پای ته ورسید چې په شمالي اتلانتیک سمندر کې پلټونکو ددغه اوبتل ټوټې وموندلې.

د "اوشن ګېټ" په نوم شرکت په دې اوبتل کې سیلانیان او پلټونکي د ټایټانیک د کښتۍ د پاتې شونو د لیدلو دپاره لیږدول. د کاناډا پلټونکي اوس هڅه کوي معلومه کړي چې دا پیښه څنګه رامنځ ته شوه.

ددې هېواد د ترانسپورت د خوندیتوب ادارې (ټي اس بي) مشرې، کېتي فاکس وویل: "معمولاً، زموږ پلټنې له ۱۸ میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې وخت نیسي خو موږ هڅه کوو چې داکار ژر تر ژره ترسره کړو. موږ پوهیږو چې خلک ځوابونه غواړي، په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنۍ."

ټایټانیک د خپل وخت پرمختللې مسافروړونکې کښتۍ وه، چې په ۱۹۱۲ کال کې له بریتانیا څخه متحده ایالاتو ته د سفر په مهال په شمالي اتلانتیک سمندر کې د یخ له یوې غټې ټوټې سره له جنګېدو وروسته ډوبه شوه او ۱۵۰۰ کسان پکې مړه شول.

د ټایټانیک کښتۍ ټوټې په ۱۹۸۵ کې د کاناډا له ساحل څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لیرې د اوبو له سطحې ۴۰۰۰ متره لاندې د سمندر په تل کې وموندل شوې او د څېړونکو او سیلانیانو د پام وړ وګرځېدلې.

چارواکي وايي اوس د ټایټانیک بیړۍ ته نږدې د ټایټان اوبتل ټوټې هم پرتې دي. د کاناډا د جنایي پلټنو ادارې (پي بي سي) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د اوشن ګیټ شرکت د سمندري عملیاتو یو پخواني مشر محکمې ته په یوه قضیه کې ویلي وو چې د دې شرکت د خوندیتوب ازموینې او اقدامات کافي نه دي او دا کار د اوبتل سپرلۍ د سخت خطر سره مخامخ کوي. د کاناډا شاهي پولیس (ار سي ام پي) وايي ددې موضوع په اړه پلټنې کوي.

د کاناډا د شاهي پولیسو مشر کینټ اسمونډ وايي، د پلټونکو یوه ډله د دې پوښتنې ځوابولو لپاره جوړه شوې ده، تر څو ښکاره شي چې د کاناډا شاهي پولیسو ته د دې دوسیې د پلټنو امر شوی او که نه؟ اسمونډ زیاتوي:"دا ډول څیړنه موږ یوازې هغه وخت پرمخ وړو چې فدرالي یا ولایتي قوانین تر پښو لاندې شوي وي."

د ټایټان اوبتل کې د پاکستان مشهور سوداګر شهزاده داوود او د هغه زوی سلیمان هم سپاره و.

د اسوشیټیډ پریس د وروستي راپور له مخې، د اوشن ګیټ مشر سټاکټون رش، چې په پېښه کې مړ شوی دی، د اوبتل په معیارونو او خونديتوب ډاډه و.

د کاناډا د ترانسپورت د خوندیتوب اداره (ټي اس بي) د پولر پرنس په نامه د هغې بیړۍ په هکله هم څیړنې کوي چې د ټایټان اوبتل یې سمندر ته لیږدولی و.

دې ادارې ویلي چې دوی د دغې بیړې له کارکونو سره خبرې کړي دي خو د کاناډا د قانون په نظر کې نیولو سره دا خبرې له خلکو سره نشي شریکولی.

XS
SM
MD
LG