د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا: سوریه کې د داعش د کورنیو غړو له کمپ څخه ۲۳ تنه بیرته هیواد ته ستنوو


د سوریې په شمال ختیځ کې د دې کمپونو کنټرول د کردي ځواکونو په لاس کې دی او د داعش د کورنۍ غړي پکې ژوند کوي.
د سوریې په شمال ختیځ کې د دې کمپونو کنټرول د کردي ځواکونو په لاس کې دی او د داعش د کورنۍ غړي پکې ژوند کوي.

په کاناډا کې چارواکو او مدافع وکیلانو جمعه جنوري ۲۰ (مرغومي۳۰) ویلي چې دا هیواد په سوریه کې د کډوالو د هغه کمپ څخه چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پخواني غړي، میرمنې او ماشومان پکې ساتل کیږي، ۲۳ تنه کاناډا ته بیرته ستنوي.

دا لومړی ځل دی چې د داعش پورې د اړوندو کسانو د کورنیو دومره ډیر غړي کاناډا ته ستنیږي.

دا پریکړه وروسته تر هغه وشوه چې قاضیانو او ددې کورنیو غړو په محکمو کې د حکومت د پریکړو خلاف عریضه وکړله او غوښتنه یې درلوده چې کاناډا باید دا کسان د حقوقو او آزادیو د منشور له مخې بیرته هیواد ته ستانه کړي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ۶ کاناډایۍ میرمنې او ۱۳ کم عمره ماشومان بیرته د سوریې د کډوالو د کمپ څخه هیواد ته ستنوي. د وزارت د اعلان څخه وروسته یوې محکمې وویل چې په کمپ کې څلور سړي هم شته چې غواړي بیرته هیواد ته ستانه شي او په همدې ډلې کې به را وستل شي.

د دې سړیو مدافع وکیلې باربرا جکمن د فرانس پریس خبري اژانس ته پدې هکله وویل، " ما د دې کسانو د مور او پلار سره خبرې وکړلې او هغوي د محکمې د پریکړې څخه بیخي ډیر خوښ دي".

میرمن جکمن زیاته کړه چې د قاضې د پریکړې له مخې دا کسان باید هر څومره ژر چې امکان ولري بیرته کاناډا ته را وستل شي.

ها خوا بیا د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هیواد د اتباعو خوندیتوب او امنیت ورته تر بل هر څخه ډیر مهم دی.

دې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، "موږ هره قضیه جلا جلا په فوق العاده توګه ارزیابي کوو چې کاناډا ته ددې کسانو بیرته راتګ هم پکې شامل دی. موږ دا کار د هغه کاري چوکاټ له مخې کوو چې په ۲۰۲۱ کال کې منظور شوی".

په تیرو څلورو کلونو کې د سوریې د کډوالو کمپ څخه یوازې د ګوتو په شمار کسان بیرته کاناډا ته ستانه شويدي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډله له منځه تللې، څه باندې ۴۲ زره څلور سوه ماشومان، میرمنې او نارینه چې د بهرنیو هیوادونو اتباع دي، د سوریې په شمال ختیځ کې د کډوالو په کمپونو کې ساتل کیږي.

په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې کردي ځواکونو چې متحده ایالاتو يې ملاتړ کاوه د داعشي جهادیانو وروستۍ سیمه هم ونیوله او کردي مقاماتو په وار وار له هیوادونو څخه وغوښتل چې خپل اتباع پدې سیمه کې د بې ځایه شویو خلکو له کمپ څخه چې په کې خورا ګڼه ګوڼه ده، وباسي.

خو هیوادونو د داخلي سیاسي غبرګونونو له ویرې په عمومي ډول په انفرادي توګه خپل اتباع وایستل.

د دې څخه وړاندې د سوریې یو کردي چارواکي هم ویلي و چې په سوریه کې یې د کردي نیمه خودمختاره سیمې ادارې د تاجیکي داعشیانو ۱۴۶ ښځې او ماشومان تاجیکستان ته سپارلي دي.

د کردانو د بهرنیو چارو د دفتر چارواکي ذبیدوالله ذبیدوف چې تاجکستان ته د تاجیکي اتباعو د انتقال پروسه پرمخ بیایي، وویل چې د سوریې کردي ادارې په کویټ کې د تاجکستان سفیر ته ۴۲ میرمنې او ۱۰۴ ماشومان ور په لاس کړل چې یتمان هم په کې شامل دي. دوی د سوریې په شمال ختیځ کې په الهول او راج کمپونو کې اوسیدل.

XS
SM
MD
LG