د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا د افغانستان ښځینه قاضیانو ته پنا ورکوي


د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان واک ته رسیدلي د مخکني حکومت ډیری مامورینو هیواد پریښی.
د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان واک ته رسیدلي د مخکني حکومت ډیری مامورینو هیواد پریښی.

د کاناډا د کډوالو د چارو وزارت وایي د افغانستان هغه قاضیانې د کورنیو سره یو ځای مني چې په یونان کې بې سرنوشته پاتې دي.

د دې وزارت ویاند ویلي چې د دغو قاضیانو او د هغوي د کورنیو د غړیو تر څنګ به کاناډا ۲۳۰ افغانان ومني چې همجنسبازان، همجنسبازانې، دوه جنسه او د ټولنې هغه غړي دي چې د یو بل سازمان لخوا معرفي شي.

ټاکل شوې دا کسان را روان کال کاناډا ته ورسیږي خو د رسیدو کره نیټه یې لا معلومه نده.

په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو څخه وروسته کاناډا د ۴۰ زرو افغانانو د منلو ژمنه کړې وه خو دا یې نه و ویلي چې دا کسان څخه وخت او د کومو شرایطو له مخې مني.

د کاناډا د حکومت د معلوماتو له مخې د اګست د میاشتې د ۱۵ مې راپدیخوا چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، دغه هیواد ۳۱۹۵ هغو افغانانو ته پنا ورکړې چې په کاناډا کې خپل خپلوان ولري او ۲۵۳۵ د خطر سره مخ افغانان یې د بشري دلیلونو په خاطر منلي دي.

افغانه قاضۍ فرشته معصومي چې د خپلې یوې کوچنۍ لور سره د یونان په پایتخت آتن کې ژوند کوي د رویټرز خبري اژانس ته وویل، "د تیرو شلو کالونو ټولو لاسته راوړنې د سترګو په رپ کې صفر شولې".

سره لدې چې طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د شریعت له مخې د میرمنو د حقونو درناوی کوي او هم یې مخنکي حکومت ټولو مامورینو او امنیتي ځواکونو ته د "عمومي عفوې" اعلان کړی خو دا چې طالبانو پخپلې کابینې کې هیڅ یو میرمنې ته ځای ندی ورکړی او په ځینو ځایونو کې یې ښځینه مامورینو ته د کار کولو اجازه لا نده ورکړې، دې کار یو شمیر خلک ناهیلي کړي.

طالبانو د هلکانو لیسو ته د بیرته پرانیستل کیدو اجازه ورکړې خو په ځینو ولایتونو کې لا هم د نجونې لیسې بندې دي. طالبان وایي ددې لیسو د پرانیستلو لپاره په یو میکانیزم کار کوي خو پدې هکله یې جزیات ندي ورکړي چې دا کار به څه وخت کوي.

XS
SM
MD
LG