د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا له خپلو وګړو وغوښتل چې له افغانستان څخه ووځي


په کابل کې ترهگریز بریدونه (ارشیف)
په کابل کې ترهگریز بریدونه (ارشیف)

په افغانستان کې د کاناډا سفارت خپلو هیوادوالو ته خبرداری ورکړی چې د خپل مصونیت په خاطر، له افغانستان څخه ووځي. دا هغه اقدام دی چې د افغانستان په گوټ گوټ کې د وروستي سخت وژونکي تاوتریخوالي وروسته شوی دی.

په څو تیرو اونیو کې د افغانستان په گوټ گوټ او په ځانگړې توگه په کابل کې د یاغیانو بریدونو زور اخیستی دی او په عمومي توگه میلمستونونه او بهرني اهداف په کې په نښه شوي دي.

د طالبانو د بریدونو زیات شمیر قربانیان افغانان په خاصه توگه ملکي وگړي دي. په هغه ځانمرگي برید کې چې تیره اونۍ د پکتیکا د یحی خیلو په ولسوالۍ کې وشو له شپیتو څخه زیات وگړي په کې ووژل شول او شاو خوا سل تنه نور ټپیان شول.

د تیرې پنجشنبې راهیسې د برتانیا د سفارت د یو کارکوونکي په گډون لږ تر لږه څلور بهرني اتباع او د جنوبي افریقا درې اوسیدونکي په بریدونو کې وژل شوي دي چې د اکثرو وژنو مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د کاناډا سفارت خبرداری ورکړی چې "د کاناډایانو په گډون د بهرنیانو په وړاندې د ترهگریزو گواښونو کچه خورا جدي ده."

دې سفارت خپلو هیوادوالو ته ویلي دي چې " که همدا اوس په افغانستان کې یاست، باید د دې هیواد نه ووځئ. " کاناډایی مقاماتو همداشان ویلي دي چې " هر هغه څوک چې افغانستان ته سفر کوي، ستر خطر قبلوي."

په افغانستان کې اوسیدونکو بهرنیو اتباعو ته د خبرداریو صادرول نوې خبره نه ده او پخوا هم دا ډول خبرداري بهرنیو دیپلوماتیکو او پوځي ماموریتونو ته ورکړل شوي دي".

د کاناډا د سفارت دغه جدي خبرتیا ښي چې په افغانستان کې د اوسیدونکو بهرنیانو په وړاندې د گواښونو کچه تر پخوا زیاته لوړه شوې ده.

د افغانستان او امریکا او د افغاسنتان او ناتو ترمنځ د دوو امتیتي موافقو تر لاس لیک وروسته کارپوهان د دولت د مخالفو یاغیانو د بریدونو د کچې د زیاتیدو اټکل کوي.

دغه امنیتي تړونونه د ٢٠١۴ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون قانوني کوي. طالبان چې له پخوا څخه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون سره مخالف وو، د کابل او د هغه د لویدیځو پلویانو ترمنځ د دې دوو سندونو په لاس لیک سره د جگړې دوام او د دغې ډلې یاغیتوب ته نور هم هوډمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG