د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه د اېستلو بهیر؛ ۲۶۷ نور افغانان هم کاناډا ته انتقال شول


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

کاناډايي چارواکو د سیمې هیوادونو څخه د افغانانو د اېستلو د بهیر د دوام خبر ورکړی او ویلي دي، چې د شنبې په ورځ یې ۲۶۷ نور افغانان هم دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې (IRCC) د دوشنبې په ورځ ناوخته مۍ اتم(ثور۱۸) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دغه هیواد ته نوي ورغلي افغانان به د کاناډا په ۲۱ ښارونو کې ځاي پرځای شي.

خو د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې (IRCC) ، دا نه دي ویلي، دا شمیر افغانان یې له کوم هیواد څخه انتقال کړي دي.

معمولآ کاناډا د پاکستان او تاجیکستان څخه افغانان خپل هیواد په ځانګړو کرایه شوو الکوتکو کې انتقالوي. د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې ادارې (IRCC) د معلوماتو له مخې دغه هیواد ته ددغو نوو افغانانو د رسیدلووروسته د ټولو هغو افغانانو شمیر، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې راهیسې کاناډا ته تللي دیرش زره او ۶۸۰ تنو ته رسیدلی دی.

کاناډا نه یوازې هغه افغانان، چې په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو د ماموریت پرمهال دغو ځواکونو سره کار کړی دغه هیواد ته انتقالوي،بلکې هغه افغانان هم چې په کاناډايي موسسو کې کار کړې او یا هم واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې ژوند د ګواښ سره مخ دی هم انتقالوي.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر شان فریزر د خپل ټویټر په پاڼه دغه هیواد ته ورغلو افغانانو ته هرکلی ویلی ۲۶۷ نوي ورغلي افغانان دهالي فیکس هوايي ډګرکې ښکته شوي دي.

د کاناډا د بشردوستانه بیا میشت کیدو پروګرام کې زیاته پاملرنه ښځینه رهبرانو، بشري حقونو ملاتړو، مذهبي اقلیتونو، خبریالانو اونورو هغو افغانانو ته، چې د ګواښونو سره مخ دي کیږي.

ددې وړاندې د کاناډا حکومت ویلي وو، چې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون ۵۰۰۰ افغانان د مهاجرت د ځانګړي پروګرام له لارې او ۱۸زره نور افغانان، چې د ګواښونو سره مخامخ دي د بشردوستانه مهاجرت د پروګرام له لارې دغه هیواد ته انتقالوي.

د کاناډا د مهاجرت ادارې ویلي، چې دغه هیواد ته د ټولو هغو افغانانو د انتقال په اړه غور کوي، چې د کاناډا هیواد سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

څه موده وړاندې کاناډايي چارواکو اعلان کړی و، چې د افغانستان یو شمېر پخوانۍ قاضیانې، چې د افغانستان څخه د تخلیې د بهیر په پیل کې د خپلو کورنیو سره په یونان کې د یو ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي، هم په دغه هیواد کې مني.

XS
SM
MD
LG