د لاس رسي وړ اتصالات

څار سازمان: د تخلیې پروګرام کې تر ۲۷۰۰ پورې اېستل شوي افغانان اماراتو کې په بند کې ساتل کېږي


د بشري حقونو څار سازمان د متحده عربي امارتو چارواکي تورن کړي چې د تخلیې په پروګرام کې له افغانستان څخه اېستل شوي څه باندې ۲زره افغانان یې د کډوالۍ په بند کې ساتلې دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د بشري حقونو څار سازمان د چهارشنبې په ورځ پدې اړه خپل راپور کې ویلي چې د اماراتو چارواکو شاوخوا ۲۷۰۰ افغانان چې نورو ځایونو کې د مېشتېدو په شرایطو برابر نه دي د تېرو ۱۵ میاشتو راپدېخوا پخپل سري توګه د کډوالۍ په بند کې اچولي دي.

د بشري حقونو څار سازمان (HRW)د راپور له مخې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ښار په کمپونو کې مېشت افغان کډوال په خپګان، رواني او یو شمېر نورو ناروغیو اخته شوي او په خبره یې مدافع وکیل او ماشومان یې ښوونیزو خدمات نلري.

په دغه راپور کې د ابوظبۍ د تاسیساتو په اړه ویل شوي: "د ژوند شرایط هم د پام وړ خراب شوي دي. د بندي شویو کسانو تر حده زیاته ګڼه ګوڼه او د تاسیساتو خرابېدل، د حشراتو هجوم بیانوي."

د متحده عربي اماراتو د بشري حقونو څار سازمان څېړونکي جوی شیا ویلي: "د اماراتو چارواکو په زرګونو افغان پناه غوښتونکي د پنځلسو میاشتو راهیسي په سختو او بدو شرایطو کې بند ساتلي او د دوی دوسیو د پرمختګ هیله نلري."

پر همدې د متحده عربي اماراتو یوه چارواکي رویټز خبري اژانس ته ویلي چې د یاد هیواد حکومت له امریکا او نورو نړیوالو شریکانو سره په ګډه د یادو افغانانو بیا مېشتیدنې ته د شوي توافق په اساس لومړیتوب ورکوي.

دغه چارواکي د افغانانو د بندي کېدو د تورنو په اړه څه ونه ویل: "موږ پوهیږو چې نا هیلۍ شته او بشپړېدو چې څنګه تمه کېده تر هغه زیات وخت ونیوی."

د متحده عربي اماراتو دغه چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې هیواد یې په دغه هیواد کې مېشتو افغان کډوالو امنیت او په عزت کې ژوند کولو ته ژمن دی او زیاته کړې ده چې هغوی ته د روغتیا، مشورو او زده کړو په برخه کې امکانات برابر شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې د افغان کډوالو د غوښتنو په اړه یې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هیڅ ځواب نه تر لاسه کړی، خو زیاتوي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ورته ویلي چې دغه هیواد په دوبۍ کې د مېشتو افغان کډوالو په ګډون د ټولو په شرایطو برابر افغانانو بیا مېشتو ته دي ژمن دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د تخلیې پروګرام پرمهال زرګونه افغانان امریکا او نورو هیوادونو ته د رسېدو په هدف د نورو هیوادونو ترڅنګ متحده عربي امارتو ته هم انتقال شول.

په راپور کې ویل شوي چې د یادو افغان کډوالو له جملې څخه یو شمېر د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او ځینو نورو هیوادونو ته انتقال شوي، خو وايي چې له ۲۵۰۰ څخه تر ۲۷۰۰ پوري افغانان چې نورو هیوادونو کې د بیا مېشتېدو په شرایطو برابر نه دي د بشري حقونو څار سازمان د راپور له مخې په هغه ځای کې اوسیږي چې یاد سازمان توقیف بللی دی.

د متحده عربي اماراتو دغه چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته ۱۷۰۰۰ افغانان دغه هیواد ته ایستل شوي چې په خبره یې ۸۷ سلنه یې په نورو هېوادونو کې مېشت کړل شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان همدارنګه ویلي چې د متحده عربي اماراتو حکومت له کډوالو سره چلند کې د کډوالۍ نړیوال قوانین او طرزالعملونه نه مراعتوي او د هغوی نیول یې خپل سري بللي دي.

د بشري حقونو څار سازمان له متحده عربي اماراتو څخه د یاد افغان پناه غوښتونکو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان د امریکا له متحده ایالاتو څخه هم غوښتي چې د یادو افغان پناه غوښتونکو په خوشي کیدو له خپل اغېز څخه کار واخلي او پناه غوښتې بهیر چټک کړي.

دا په داسې حال کې ده د امریکا متحد ایالاتو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې او تر هغه وروسته څه باندې ۸۸۰۰۰ افغانان هغه هیواد ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG