د لاس رسي وړ اتصالات

'د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې'


له تيري شپې راهيسې په ياده سيمه کې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه توده شوې ده.
له تيري شپې راهيسې په ياده سيمه کې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه توده شوې ده.

نن سه شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغه اومه) ماسپښين یوه بجه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې لویې چاودنې غږ په کندهار ښار او ورڅېرمه ولسوالیو کې اورېدل شوی دی.

د کندهار د امنيت امر مل پاسوال فريد احمد مشعل امریکا غږ ته په سیمه کې پېښه تائید کړه، خو ویې ویل چې د پېښې د څرنګوالي په اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه: "د چاودنې په اړه بشپړه معلومات به وروسته خپاره شي، خو چاودنه قوي وه، سیمه کې د وسله والو موټر بمونه او پټنځایونه وو چې د لمنځه وړلو لپاره یې ګډ افغان ځواکونه په عملیاتو بوخت دي."

خو امنيتي سرچینې وايي چې چاودنه د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې د هاموي ټانک په وسیله پر افغان ځانګړو ځواکونو شوې چې په وینا یې غږ یې د کندهار ښار تر څنګ په پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ کې هم اورېدل شوی دی.

له تيري شپې راهيسې په ياده سيمه کې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه توده شوې ده.

په ولسي جرګه کې د کندهار وکيل او د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي خلیل احمد مجاهد امریکا غږ ته وویل چې د چاودنې د شدت له کبله ملکي خلکو ته هم زیان رسېدلی، خو وايي د ځمکنیو ماینونو له امله سیمې ته تګ راتګ نا ممکن دی.

ده وويل: "هلته د سيمه ييزو خلګو کورونه هم زيات دي چاودنه ډيره زوره وره وه چي ملکي مرګ ژوبله لري خو سيمه په ماينونو پوښل شوې حال به يې وروسته معلوم شي."

د کندهار یوه لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې ځانمرګی موټر بم برید د هاموي ټانک په وسیله د ځانګړو قوواو له یوه مرکز سره شوی دی.

سرچينې زياته کړه چي ځانګړي افغان ځواکونه د پوځ د لوی درستيز جنرال ياسين ضیاء په مشرۍ تیر ماښام سیمې ته رسېدلي چې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه یې نیولې.

تر دا مهاله په دغه چاودنه کې د اوښتو تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی او د افغانستان دفاع وزارت هم تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ارغنداب والسوالي له تيرو دوو مياشتو راهيسې په جګړو کې ده چي له کبله يې ۱۰ زره کورنۍ د جګړو له ویري بېځایه شوي دي.

خپله وسله والو طالبانو د ارغنداب د نننۍ پېښې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG