د لاس رسي وړ اتصالات

د ارغنداب جګړه؛ 'د ۷ ځانمرګو په ګډون ۶۳ وسله وال وژل شوي'


د کندهار پوليس مقامات وايي چې تېره شپه يې ۷ ځانمرګي بریدګر موخي ته له رسیدو څخه مخکې له منځه وړي.

چارواکي زیاتوي چې پېښه د ارغنداب ولسوالۍ د سیند په شمالي خوا کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي نن یکشنبه ډسمبر ۱۳(لېندۍ ۲۳) امریکا غږ ته وويل چې د صفر۳ ځانګړي قطعې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ارغنداب ولسوالۍ په شوینانو، خانه ګرداب او شاتوري سیمو کې په لسګونو وسله وال طالبان وژل دي.

ښاغلي بارکزي وويل: "د ارغنداب ولسوالۍ په سر، میان او پای شوینانو، خانه ګرداب، شاتورې او جازه کلیو کې د وسله والو د ځپلو په موخه عملیاتو کې د ٧ ځانمرګو بریدګرو په ګډون ٦٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٩ تنه نور ټپیان دي، دغه ٧ نفره ځانمرګي برید ګر موخې ته له رسېدو مخکې د ٠٣قطعې د هاوان ټیم له خوا د دوی په پټنځایونو کې له نورو طالبانو سره یوځای له منځه وړل شوي."

دغه راز د سیمي اوسیدونکي وايي چې تیره شپه د ارغنداب والسوالۍ د شوینانو د منار پل هم په بمونو لمنځه وړل شوی.

تر دې دوې ورځې مخکې د تابین د سیمي ستر پل چي خاکریز او ارغنداب ولسوالۍ يې له کندهار ښار سره نښلولې هم په موټر بم چاودنه کې تخریب شوی وو.

په ولسي جرګه د کندهار استازی او د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي خلیل مجاهد امریکا غږ ته وويل: "د شوین د منار پل چي ۱۵ ميتره يې اوږد والی در لودی او د سیمي لس ګونه کلي يې سره نښول تیره شپه د وسله والو طالبانو لخوا په ماین چاودنو لمنځه وړل شوی."

په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې نوې څپه له تیرو ۳ ورځو راهیسې تونده شوې چي له کبله يې سل ګونو کورنیو د جګړو له وېري خپلې سیمې خوشي کړي.

تیره شپه د ارغنداب ولسوالۍ د جګړې غږونه په کندهار ښار کې هم اوریدل کیده.

د ارغنداب جګړه کې ملکي تلفات:

بلي خواته له سیمي څخه د ملکي تلفاتو راپورونه هم تر لاسه شوي.

ځايي اوسیدونکي وايي چې د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک د ده سبزي په سیمه کې د ملکي خلکو پر یوه کور په هوايي برید کې ۱۱ تنه وژل شوي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي خلیل احمد مجاهد امریکا غږ اشنا ته وويل چې په وژل شویو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي.

هغه وويل: "د ده سبز د سیمي د اوسیدونکې بلوڅ پوراغا پر کور بمبارد شوی د کورنۍ ټول غړي يې چي ښځي او ماشومان هم پکښې شامل دي په پېښه کې وژل شوي، په جګړه کې د ملکي خلکو تلفات د ژوري اندېښنې وړ مسئله ده."

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي چې د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه به تر څېړنو وروسته له رسنیو سره خپل معلومات شریک کړي.

خو تر دې مخکې د کندهار امنیتي مسئولینو نیوکه کړې وه چې د دولت وسله وال مخالفین د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه کار اخلي خو افغان ګډ ځواکونه د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه چانيز عملیات په ډير احتیاط سره مخ ته وړي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG