د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې د ملي اردو پر یو ټولي د طالبانو برید شنډ شو


انځور له آرشیف څخه
انځور له آرشیف څخه

د میدان وردګو د رسنیو دفتر وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په بازار کې یو موټر بم بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړی دی.

دغه دفتر د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي چې نن سهار شاوخوا ۴ بجې یو برېدګر غوښتل د شیخ اباد پر امنیتي پوسته برېد وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې افغان امنیتي ځواکونو له منځه یووړ.

د میدان وردګو د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې په دې برید کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتې خو د موټربم د چاودنې له امله ملکي وګړو ته مالي زیان رسېدلی دی.

د میدان وردګ سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبانو غوښتل د دغه ولایت په سید‌آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یو ټولي برید وکړي.

د میدان وردګ د والي ویاند محب‌الله شریفي امریکا غږ ته وویل: "وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ، چې امنیتي ځواکونو له هغوی څخه وړاندې اقدام وکړ او بریدګر یې له منځه بوتلل او نظامیانو او ملکي وګړو ته زیان ونرسید".

خو محب‌الله شریفي زیاته کړه چې د برید له امله خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي وحید اکبرزي وویل چې په دې برید کې د سیدآباد د ولسوالۍ د قلعه‌ قاضي سیمې لسګونه کورونه په قسمي ډول ویجاړ شوي خو ولسي وګړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ چې د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې پرته ده د دغه ولایت له ناامنو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG