د لاس رسي وړ اتصالات

د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو سره تاوتریخوالی باید کم شي ـ یوناما


په افغانستان کې د ملګرو سیاسي استازولۍ ( یوناما) پر ملکي وګړو د «قصدي بریدونو» د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې ښکېل اړخونه د بین الافغاني خبرو پیلېدو په لړ کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ جولای دوهمه (چنګاښ۱۲) پخپل راپور کې ویلي چې ټاکل شوې په راتلوونکو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شي چې په وینا یې د راتلونکو خبرو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځ ته کېدو په هدف باید د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کمېدو په موخه جګړه ختمه کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې دیبرا لاینز ویلي: "د بیساري بین الافغاني خبرو اترو د پیل په درشل کې افغانان یولړ زړورو تصمیم نیولو او فوق العاده کار ته اړتیا لري. زه ښکیلې خواوې هڅوم چې دملکیانو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د بیړنیو او کلکو ګامونو په پورته کولو سره سولې ته خپله ژمنتیا په ډاګه او اړین بنسټ کیږدي."

اغلې لاینز همدارنګه ویلي چې یو شمېر ورانکاري عناصر په افغانستان کې د جګړې اوږدولو په لټه کې دي، هغې ګواښ کړی چې هغوی ته به اجازه ورنه کړي چې د سولې مخه ونیسي.

نوموړې د دغو ورانکارو عناصرو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

پر ملکي وګړو قصدي بریدونه

یوناما همدارنګه ویلي چې د روان ۲۰۲۰ کال په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۸۰۰ ملکي وګړي د قصدي بریدونو قرباني شوي دي.

یوناما د دغه مرګ ژوبلې د تقریباً نیمايي مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچولی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ په ځانګړې ډول د دیني مشرانو، روغتیا پالو، قضایي کارکوونکو، مدني فعالانو، د نادولتي ادارو کارکوونکو او خبریالانو په قصدي توګه په نښه کول « ټکان ورکونکی جنایت» بللی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې پر مذهبي مشرانو(دیني علماء) باندې ۱۸، پر روغتیايي کار کوونکو۱۳، پر عدلي او قضايي ارګانونو پر کار کوونکو ۱۱ او د غیر دولتي بنسټونو پر کار کوونکو پنځه بریدونه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په دغو بریدونو کې لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

په راپور کې همدارنګه راغلي:"ملګري ملتونه یوځل بیا ټینګار کوي هغه بریدونه چې په قصدي توګه د افغانستان ملکي وګړي په نښه کوي د نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده چې ممکن جنګي جرمونو وبلل شي."

په جګړو کې د ملکي وګړو تلفات

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ همدارنګه ویلي چې د افغانستان په ځينو سیمو کې د جګړو له امله د روان کال د لومړۍ ربع په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما په راپور کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې وروستۍ پېښې ته اشاره شوې چې ۲۵ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ وايي، د دوی د څېړنو له مخې دغه مرګ ژوبله د ملي اردو د توغول شوو هاوان له امله رامنځته شوې ده.

دفاع وزارت تر دې مخکې په دې برید کې لاس لرل رد کړي و.

ملګرو ملتونو د وسله والو طالبانو لخوا د سړک غاړې ماین چاودنو کې د ملکي تلفاتو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG