د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د روسي ځواکونو اډې سره نږدې د موټر بم چاودنه

روسیې په ۲۰۱۵ کال کې په سوریه کې نظامي مداخله وکړله.
روسیې په ۲۰۱۵ کال کې په سوریه کې نظامي مداخله وکړله.

د سوریې د جګړې د څار یوه اداره وایي د دې هیواد په شمال ختیځه برخه کې یوې نظامي اډې سره نږدې د موټر بم چاودنه شوې چې روسي ځواکونه پکې دیره دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د موټر بم چاودنه د راقه په ولایت کې شوې او ګڼ شمیر کسان پکې ټپي شوي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

روسیې تر اوسه د پیښې په هکله تبصره نده کړې.

چاودنه د راقه ایالت په هغې سیمې کې شوې چې څنګ ته سیمې یې د کردي ملیشو په لاس کې دي خو روسي او د سوریې ځواکونه هم پکې پراته دي.

په یوې اعلامیې کې چې په ټولنزیو شبکو کې خپره شوې، د «حراس دین» په نامه جهادي ډلې چې د القاعده پورې تړلې، ادعا کړې چې چاودنه هغوي کړې.

د سوریې د بشري حقونو د څا ادارې ویلي دوو کسانو د چاودیدونکو موادو ډک موټر نظامي اډې سره نږدې ودراوه او د سیمې نه وتښتیدل.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې دا د سوریې په شمال ختیځ کې لومړي ځل دی چې د روسیې په ځواکونو دا ډول برید کیږي.

د حراس دین وسله واله ډله تر ډیره حده د سوریې د ادلیب ولایت په شمال لویدیځه برخه کې فعالیت کوي چې د یاغیانو وروستی قوی مرکز دی او ډیر لږ ددې سیمې نه بهر فعالیت کوي.

روسیې په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې په جګړې کې مداخله وکړه او هوایي ځواکونو یې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ د ادلیب په ولایت کې په یاغیانو هوایي بمبارۍ وکړي چې ګڼ شمیر کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول.

د سوریې په جګړې کې چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې تر اوسه پکې د ۳۸۷۰۰۰ نه ډیر کسان وژل شوي او په میلونونو نور اړ شوي چې خپل کور کلي پرېږدي او نورو سیمو او هیوادونو ته کډه وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG