د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې موټر بم او کندهار کې ماین چاودنې ۹ ولسي وګړي وژلي


عکس: ارشیف)
عکس: ارشیف)

په زابل کې نن غرمه د موټر بم په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن شنبه نومبر اوومه(لړم۱۷) امریکا غږ ته وويل چې برید ګر غوښتل د زابل د ولایتي شورا د رئیس پر شخصي دفتر باندي ځانمرګی برید تر سره کړي چي خپلي موخي ته له رسیدو څخه مخکې يې چاودنه کړې.

نوموي زیاته کړه چې په پېښه کې ټوله مرګ ژوبله ملکي وګړو ته رسیدلې.

ده وويل:"نن غرمه د کلات ښار په سینک سیمه کې د ولایتي شورا د ریس له شخصي دفتر سره نږدې موټر بم چاودنه شوې چې ۴ تنه ملکي وګړي پکښې وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي برید ګر غوښتل خپل خپلي موخي ته ورسوي، خو پر یوه جمپ د تیریدو پر مهال يې چاودنه کړې."

خپله د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان امریکا غږ ته وويل چې د برید موخه د ده شخصي دفتر وو.

ده زیاته کړه چې پدې باب امنیتي ادارو خبر هم ور کړی وو او دی دا مهال له زابل څخه بهر د رسمي چارو د تر سره کیدو لپاره په کابل کې دی.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

بلي خواته په کندهار کې نن سهار د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي.

پېښه په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان امریکا غږ ته وويل چې د ملکي وګړو زرنج ریکشا په تابین سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري پر ښخ شوي ماین ختلی.

نوموړي زیاته کړه:"په تابین سیمه کې ماین چاودنه د ملکي خلګو د سپرلۍ پر ریکشا شوې چې ۵ تنه پکښې وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي."

ارغنداب ولسوالي له تیرو ۲ اونیو راهیسې جګړه وه چي پرون افغان ځواکونه سیمه له وسله والو طالبانو څخه تصفیه کړې او اوس د ملکي خلکو د بیرته ستنیدو بهیر هم ورسره پيل شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG