د لاس رسي وړ اتصالات

تېرو نهو میاشتو کې ۲۱۱۷ ملکي‌ افغانان وژل شوي- یوناما


طالبانو دغه راپور رد کړی، افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو په دې اړ تر دا مهاله تبصره نه ده کړې.
طالبانو دغه راپور رد کړی، افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو په دې اړ تر دا مهاله تبصره نه ده کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا (UNMA) د ملکي تلفاتو په اړه رپوټ کې وايي چې په دوحې کې د سولې خبرو د پېلېدو راهیسې دغه هېواد کې د ملکي وګړو تلفات ندي کم شوي او لا هم دغه وژنه ټکان ورکوونکې ده.

د یادې ادارې په وروستي رپوټ کې چې نن سه شنبه اکتوبر۲۷ (لړم۶) خپور شوی راغلي دي چې د روان کال د جنورۍ میاشتې څخه بیا سپټمبر میاشتې تر پایه پورې ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتي چې په وینا یې ۲۱۱۷ تنه وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې د تېر کال همدې مودې ته په کتو ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی هم راغلی دی.

راپور ښيي چې د یادو تلفاتو ۴۵ سلنه طالبانو، ۲۳ سلنه د افغانستان امنیتي ځواکونو، ۲ سلنه نړیوالو ځواکونو او پاتې برخه یې داعش او نورو نا څرګندو وسله والو پوري اړولي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د تېر کال همدې مودې ته په کتو د طالبانو لخوا په ملکي مرګ ژوبله کې شپږ سلنه زیاته شوې ده.

یوناما زیاتوي چې د روان کال په تیرو نهو میاشتو کې ۱۲۸۷ تنه د وسله والو مخالفینو لخوا وژل شوي او ۲۱۷۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۶۰۵ تنه د دولت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي او ۱۶۴۳ نور ملکیان ټپيان شوي دي.

د یوناما رپوټ وايي: "د تېر سپټمبر له ۱۲ نېټې چې قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې پیل شوې د سپټمبر تر ۳۰ پورې د ۲۰۲۰ کال د پخوانیو اونیو په پرتله په خبرو کې د ښکېلو اړخونو لخوا د ثبت شویو ملکي تلفاتو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی."

یوناما وايي ‪چې په نښتو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي او د جګړې په اړه له ښکېلو خواوو غواړي چې د ملکیانو په خوندي کېدو کې بیړني ګامونه واخلي.

یوناما زیاته کړې چې افغانستان لا هم د ملکیانو لپاره د نړۍ په کچه یو له تر ټولو مرګونو هېوادونو څخه دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ راپور کې راغلي چې د روانې اکتوبر میاشتې له پیل څخه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې ۴۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما ویلي چې د اکتوبر میاشتې د ملکي تلفاتو ارقام یې په ننني راپور کې نه دي یو ځای کړي.

څه باندې یوه نیمه میاشت مخکې د قطر په دوحې کې د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې پیل شوي دي چې لا هم د دواړو لورو ډلو د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره اختلافي مسایلو پر هواري روغې جوړه نه ده شوې.

افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو تر دا مهاله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپو په اړه تبصره نه ده کړې، خو طالبانو بیا دغه راپور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG