د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار د پولیسو پر یو مرکز ځانمرګی برید؛ ۴ پولیس وژل شوي


( ارشیف) په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې جګړو يو ځل بیا زور اخیستی دی
( ارشیف) په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې جګړو يو ځل بیا زور اخیستی دی

کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، چې نن د چهارشنبې د ورځې جولای اتمه سهار پنځه بجې یو ځانمرګي بریدګر د دغه ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د پولیسو یو مرکز مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک موټر منفجر کړې، چې له امله یې ۴ پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې بریدګر د پولیسو د مرکز په قره ول کې خپل موټر الوزولی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ ته پیښه تائید کړه، خو په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

د شاه ولي کوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال پاچا خان بیا امریکا غږ ته وویل، چې بریدګر د یو پوځي موټر په واسطه دا برید کړی دی.

هغه وویل: "د برید په اړه مخکیني استخبارتي معلومات وو، د بریدګر د وړاندې تګ مخه یې نیول شوې وه، په برید کې څلور پولیس شهیدان شوي او څه نور ټپیان هم شته".

خو یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې په برید کې ۱۶ پولیس ټپیان شوي هم دي.

شاه ولي کوټ ولسوالۍ د کندهار یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې فعال حضور لري.

امنیتي چارواکي وايي، چې وسله وال طالبان د همدې ولسوالۍ له لارې زابل، ارزګان، کندهار او هلمند ولایتونو ته اکمالات کوي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG