د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې موټربم برید دوه سرحدي پولیس وژلي


هلمند امنیتي چارواکو د نادعلي ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه کې د چهارشنبې د ورځې په برید کې د دوو سرتیرو وژل تائید کړي دي.
هلمند امنیتي چارواکو د نادعلي ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه کې د چهارشنبې د ورځې په برید کې د دوو سرتیرو وژل تائید کړي دي.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا ننهه بجې یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو یو ډک موټر ته د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو یو مرکز سره نږدې چاودنه ورکړې، چې له امله یې لږ ترلږه دوه تنه وژل شوي.

د هلمند امنیتي چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید د نادعلي ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه د سرحدي پولیسو یو مرکز سره نه دی شوی دی.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ځانمرګي برید کوونکي په دغه برید کې د مازدا لارۍ څخه کار اخیستی او سرحدي پولیسو پوستو سره یې نږدې دغه موټر ته چاودنه ور کړې.

مل پاسوال ساپي وویل " لومړني معلومات دادي، چې پېښه د مازدا موټر په وسیله ځانمرګی برید وو، چې دوه سرحدي پوليس پکې وژل شوي او یو تن پکې ټپي دی، برید ګر غوښتل چې پوستې ته ځان ورسوي چې د کمر بند د تالاشۍ سرتیرو پيژندلی او وړاندې تګ مخه يې نیولې".

خو د هلمند یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې په پېښه کې تر اوسه د شپږ سرحدي پوليسو د وژل کیدو معلومات دوی ته رسیدلي دي.

تریخ ناور د نادعلي ولسوالۍ او لښګرګاه ښار ترمنځ د غځيدلي سړک پر سر پرته سیمه ده چې د افغان ځواکونو امنيتي ځواکونو پوستې پکې ځای پر ځای دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغه برید مسولیت اخیستی او په برید کې یې د لسګونو افغان سرتیرو د وژل کیدو ادعا کړې ده.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په دې اعلامیه کې ویلي، چې دا برید په سیمه کې د دغې ډلې ځانمرګو د کنډک چې هغه " استشهادي کنډک" بللی ترسره شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG