د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتین د یو نژدې ملاتړي لور په بمي برید کې ووژل شوه 


روسي پلټونکي د داریا دوګینا د وژل کیدو ساحه پلټي
روسي پلټونکي د داریا دوګینا د وژل کیدو ساحه پلټي

روسي مقاماتو د یکشنبې په ورځ اګسټ ۲۱ (زمري ۳۰) ویلي چې ولادیمیر پوتین ته د یو نژدې سخت دریځه روسي ملتپال الکساندر دوګین لور د مسکو ښار په څنډه کې د یو بم په چاودنه کې ووژل شوه چې په موتر کې یې ځای پر ځای شوی و.

د الکساندر دوګین د کورنۍ یو غړي روسي رسنیو ته ویلي چې ډیر امکان لري چې ددغه برید هدف ښاغلی دوګین وي، ځکه لور یې په وروستۍ شیبه کې له خپل پلار څخه موټر اخیستی و.

د روسیې د پلټنو کمیټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې داریا دوګینا د مسکو ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې د بلشوی وژیومي کلي ته نژدې په لویه لار د هغه بم په چاودنه کې ووژل شوه چې د پلار په ټویټا لنډ کروزر موټر کې یې ځای پر ځای شوی و.

دوګینا چې په ۱۹۹۲ کې زیږیدلې ژورنالسته او په ښکاره یې د اوکراین د جګړې پلوي کوله. پولیسو د هغې د وژل کیدو د پیښې په هکله جنایي پلټنې پیل کړي دي.

د جولای په میاشت کې بریتانیا د دوګینا نوم د هغو روسانو په لست کې داخل کړ چې بندیزونه پرې لګیدلي دي. پر هغه تور و چې د اوکراین په اړه آنلاین ناسم معلومات خپروي.

د دوګینا پأار ۶۰کلن دوګین چې د «پوتین د ماغز» لقب ورکړل شوی یو سرسختی روسي ملتپال متفکر دی. هغه د اوږدې مودې راهیسې په یوې پراخې روسي امپراتورۍ کې د ټولو روسي ژبو سیمو د یوځای کولو د تیورۍ مدافع او په اوکراین کې د مسکو د عملیاتو سخت پلوي دی.

په ۲۰۱۴ کې وروسته له هغه چې روسیې د کریمیه ټاپوزمه د خپلې خاورې سره یوځای کړله د ښاغلي دوګین نوم د لویدیځ د بندیزونو په لست کې شامل کړای شو، هغه د روسیه ددغه اقدام پلوي کوله.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې سمدستي کوم کس یا ډلې ددغه بمي چاودنې مسولیت ندی منلی. د اوکراین څخه د جلا شوې سیمې د جلاغوښتونکو مشر ډینیس پوشیلین ددغه چاودنې پړه د کیف پر مقاماتو اچولې ده. هغه په خپل تیلګرام لیکلي: «د اوکراین د رژیم تروریستانو غوښتل چې الکساندر دوګین ووژني، خو د هغه لور یې والوزوله.»

د اوکراین د جمهوري ریاست یو سلاکار میخایلو پودلیاک پدغې بمي پیښه کې د کیف د مقاماتو لاس درلودل په کلکه رد کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په ټیلیګرام کې لیکلي چې "که د اوکراین تیوري تایید شي ... او دا باید د باصلاحیته چارواکو لخوا تایید شي، نو دا به د کیف د رژیم له لوري دولتي ترهګري وي."

XS
SM
MD
LG