د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې موټر بم برید څلور بهرني سرتیري ټپیان کړي


د کندهار سیه ییز چارواکي وايي د جمعې د ورځې ځانمرګی برید د دامان ولسوالۍ د خوشاب په سیمه کې شوی دی
د کندهار سیه ییز چارواکي وايي د جمعې د ورځې ځانمرګی برید د دامان ولسوالۍ د خوشاب په سیمه کې شوی دی

د کندهار ولایتي چارواکو امریکا غږ ته پیښه تائید کړې او ویلي دي چې د کندهار هوایي ډګر سره نیږدې د موټربم په دې برید کې څلور رومانیایي سرتیري ټپیان شوي دي.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسئول فضل باري بریالي امریکاغږ ته وویل چې دا ځانمرګی برید د جمعې په ورځ شاوخوا یوه بجه د یو ټونس ډوله موټر په وسیله شوی دی.

پېښه د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د دامان ولسوالۍ په خوشاب سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي بریالي وویل " بهرني پوځونه په سیمه کې په ګزمه وو، چې برید ورباندې وشو یو موټر يې تخریب شوی خو د تلفاتو په اړه يې موږ دقیق معلومات نلرو".

خو د دامان ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې په پېښه کې څلور رومانیايي سرتیري ټپیان شوي دي.

سرچینې وویل چې رومانیايي سرتیري په سیمه کې په امنیتي ګزمه بوخت وو چې په موټر کې سپور ځانمرګي برید کونکي خپل له چاویدونکو توکو ډک موټر ته د هغوی له موټریز کاروان سره نیږدې چاودنه ور کړه چې په یوې زرې وسیلې کې سپاره ۴ رومانیايي سرتیري یې ټپیان کړل".

رومانیايي سرتیري تر ډېره د کندهار د هوايي ډګر بهرنی برخې د امنیت چارې سمبالوي.

د قاظع ملاتړ ځواکونو قوماندانۍ په یو بیان کې دا پیښه تائید کړې او ویلي دي چې په دې برید کې په یو کم شمیر د دغه ماموریت منسوبین ټپیان شوي چې اوس د کندهار د هوايي ډګر په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د قاطع ملاتړ ځواکونو په دغه بیان کې خپلو ټپي شوو منسوبینو هویت نه دی ښودلی، خو ویلي دي جې په دې هکله به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

وسله والو طالبانو د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی او رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې په یدغه ځانمرګي برید کې د ۷ رومانیايي سرتیرو د وژل کیدو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG