د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې ولسي پاڅونوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


دولتي سرچينې وايي چې په پکتيا او خوست ولايتونو کې په وسله وال بريدونو او بمي چاودنو کې درې کسه وژل شوي او دوولس نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا د ملي امنيت مطبوعاتي دفتر امريکاغږ ته وويل، چې وسله وال بريد د دغه ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو پر يوه امنيتي پوسته شوی او يو شمېر پاڅوانوال ټپيان شوي، خو کره شمېر يې په ګوته نه کړ.

په عين حال کې د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل بيا وويل، په ياد بريد کې چې تېره شپه شوی، دوه پاڅونوال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

يوې بلې حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، هم امريکاغږ ته ياده مرګ ژوبله تاييد کړه.

د یو بل خبر له مخې په خوست ښار کې په يوه ريکشا کې د ماين چاودنې له کبله يو کس چې ګمان کيږي، ماين يې لېږداوه، وژل شوی او شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د خوست د والي وياند طالب منګل وايي، چې دغه پېښه پرون مازديګر ناوخته څه کم پنځه بجې د ښار په مجاهد څلور لاري کې شوې ده.

تر اوسه د ياد وسله وال بريد او بمي چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG