د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پکتیا کې پر ولسي پاڅونوالو برید کړی ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

حکومتي ماموران وايي چې د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې يو شمېر ولسي پاڅونوال او سرحدي پولس وژل شوي دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمان منګل نن دوشنبه اګست ۳۱مه (وږې لسمه) امريکاغږ ته وويل، دغه بريد چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ډاک سيمه کې د ولسي پاڅونوالو او سرحدي پوليسو پر امنيتي پوسته شوی، لږ تر لږه دوه ولسي پاڅونوال او يو سرحدي پوليس وژل شوي او درې پاڅوانوال ټپيان شوی دی.

خو يوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل، امريکاغږ ته وويل چې د تېرې شپې په بريد کې شپږ ولسي پاڅونوال او پوله ساتي ځواکونه وژل شوي او يو بل کس ټپي شوی دی.

د والي وياند عبدالرحمان منګل په وينا، دغه بريد چې د شپې شاوخوا يوه بجه پيل شو او څو ساعته يې دوام وکړ، يو شمېر طالبانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر يې په ګوته نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ولسي پاڅونوال او يو ملکي وګړی وژلي وو.

تر اوسه د دواړو بريدونو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG