د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي کې افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


د دایکندي ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه د دغه ولایت د کجران ولسوالۍ پر ځینو امنیتي پوستو د وسله‌والو طالبانو د برید په نتیجه کې اوه افغان عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دایکندي امینه قوماندان نقیب‌الله مالستاني امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په وژل شوو کسانو کې د ملي اردو څلور سرتیري او درې سیمه‌ييز پولیس شامل دي.

ښاغلي مالستاني زیاته کړه، چې په برید کې یو ملي او درې سیمه‌ییز پولیسان ټپیان شوي دي.

د هغه پر وینا، سلګونو وسله‌ولو طالبانو تیره شپه شاوخوا دوه بجې د کجران ولسوالۍ د بالا دشت او منارې سیمو پر پوستو بریدونه وکړل او لا هم په سیمه کې خال خال نښته دوام لري.

هغه وویل: "د اردو ځواکونو یو بیس سقوط کړی او ټول تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلي دي".

د دایکندي د ولایتي شورا رئیسه شیما رستمیان وايي، که افغان ځواکونو ته هوايي ملاتړ ونرسیږي، د دې احتمال شته چې طالبان دا ولسوالۍ ونیسي.

آغلې رستميان زیاته کړه: "سخته جګړه ده، د امنیتي ځواکونو څلور ولسوالۍ نیول شوي دي او د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته دی".

طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

د دغې ډلې جنګیالیو له یوې اونۍ راهیسې د دایکندي ولایت پر کجران ولسوالۍ خپل بریدونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG