د لاس رسي وړ اتصالات

له هسپانیې نه د کتالونیا د خپلواکۍ ټولپوښتنه په تاوتریخوالي واوښتله


د بارسلونا ښاروال دکتالونیا په بې دفاع خلکو د پولیسو د بریدونو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د بارسلونا ښاروال دکتالونیا په بې دفاع خلکو د پولیسو د بریدونو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د کتالونیا د حکومت ویاند جوردي تورنول د یکشنبې په ورځ (د اوکتوبر اول) وویل د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې په مهال د بلوا ضد پولیسو او د رای اچونکو ترمنځ د اخ و ډب له امله ۴٦٠ زخمیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د هسپانیې مرکزي حکومت په کتالونیا کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه غیر قانوني اعلان کړې. د راپورونو له مخې د بارسیلونا د مرکزي برخې په یوه مرکز کې د تشدد له پیلېدو سره پولیسو ربړي مرمۍ هم ویشتلي دي.

د هسپانیې حکومت د دې ټولپوښتنې د مخنوي ژمنه کړې او دا یې 'بیهوده' کار بللی. کتالونیا د باسک او ګالیسیا په څېر د هسپانیې دننه خودمختاري لري.

د کتالونیا لپاره د هسپانیې د حکومت استازي اینرک میلو خبرداری ورکړی که چېرې د کتلونیا جمهور رئیس کارلس پگدیمونت او د هغه ډله دا ټولپوښتنې ونه دروي نو نن چې هرڅه شوي مسول به یې دوی وي.

د هسپانیې د حکومت استازي د پولیسو او رای اچونکو ترمنځ د اخ او ډب په هکله وویل "دا د حکومت مسولیت دی چې په کتلونیا کې د خلکو د امنیت درناوی وکړي. مونږ دا نشو زغملی چې یو څو کسان د خپل د اهدافو د تحمیلولو لپاره د کتلان ټولنه سره وویشي."

د هسپانیې پولیسو په کتالونیا کې د رایو صندوقونه ظبط کړي
د هسپانیې پولیسو په کتالونیا کې د رایو صندوقونه ظبط کړي

د هسپانیې پولیسو د رایو په یوه مرکز کې د رایو صندوقونه ظبط کړي او د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر په خپل تویتر پاڼې کې لیکلي چې نور صندوقونه به هم ظبط شي ځکه چې نور پولیس کتالونیا ته لیږل شوي دي.

د هسپانیا د مرکزي حکومت یوه چارواکي بیا ویلي چې له نیمایي زیات مرکزونه بند شوي دي.

د رایې ورکولو د اسانتیاوې په موخه د کتالونیا حکومت رایې ورکونکو ته ویلي چې رایې پاڼې په کورکې چاپ کړي او هغه په نږدې مرکز چې د پولیسوله خوا تړل شوی نه وي، صندوق ته واچوي.

د کتالونیا د حکومت یوه ویاند جوردي تورول وویل چې د رایې ورکولو د ټولو شااوخوا ۲۳۰۰ مرکزونو تقریباً دوه دریمه برخه یې پرانیستل شوي دي.

د کتلونیا د حکومت ویاند د کتلان په اتباعو غږ وکړ چې د خپل اساسي حق نه دفاعي وکړی. ښاغلي تورول زیاته کړه. "د کتلونیا حکومت د کلتلان د اتباعو څخه غواړي چې د خپل حق کارولو ته دوام ورکړي او په یو مدني او سوله ایزې طریقې باندې د خپل رای اچولو د اساسي حق نه دفاع وکړي."

په کتالونیا کې رای اچونکي قوي اراده لري.

په مادرید کې د کتالونیا د خپلواکۍ د ټولپوښتنې ضد مظاهره وشوه
په مادرید کې د کتالونیا د خپلواکۍ د ټولپوښتنې ضد مظاهره وشوه

د اندریا په نوم یوې رای اچونکې وویل "دا د خلکو د یووالي نښه ده. مونږ په دې کې سره یو یو. داسې خلک به هم راځي چې ټولپوښتنې ته نه وایي. مونږ به په سوله ایزه توگه مقاومت وکړو."

د مارسي اوبرت په نوم یوې بلې رای اچونکې وویل "دا ماته د ازادۍ مانا لري چې د خپل د احساساتو اظهار کولی شم ځکه چې زه د ٦٦ کلونو راهیسې ځپل شوې یم."

بل خوا یو شمیر خلک بیا د پلازمینه مادرید په 'سول' څلورلاري کې په کتلونیا کې د خپلواکۍ د ټولپوښتنې په ضد مظاهرې وکړې.

له هسپانیې د کتالونیا د جلا کېدو لپاره دغه ټولپوښتنه د کاتالونیا د حکومت مشر د سپټمبر په لسمه اعلان کړه.

دغه اعلان کتالونیا په سیمه کې چې مرکز یې د بارسیلونا ښار دی ټوله هسپانیا کې کړکېچ رامنځ ته کړی دی.

د کتالونیا حکومت په دې موده کې د هسپانیا له مرکزي حکومت څخه په پټه رایې پاڼې چاپ کړي، د رایې ورکولو مرکزونه یې په نښه کړي او د ټولپوښتنې لپاره یې نوراقدامات ترسره کړي.

کتالونیا د هسپانیې ١،٣٢ تریلیون ډالره اقتصاد تشکیلوي. د هسپانیې څخه د کتالونیا د خپلواکۍ ټولپوښتنه د دې هیواد اساسي قانون د کړکیچ سره مخامخ کړی.

کتالونیا ٧،٥ میلیونه نفوس لري چې شااوخوا ٥،٥ میلیونه خلک په ټولپوښتنه کې د ګډون په شرایطو برابر دي.

XS
SM
MD
LG