د لاس رسي وړ اتصالات

بامیانو کې یوې پیغلې د خپل کلي نجونو ته وړیا ښوونه پیل کړې


سمیرا خاوري، رضاکاره ښوونکې
سمیرا خاوري، رضاکاره ښوونکې

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د اکثره نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته د بامیانو ولایت یوې پیغلې د خپل کلي نجونو ته د ښوونې دپاره ملا تړلې ده.

۲۲ کلنه سمیرا خاوري د بامیانو د بودا نړېدلي بتانو ته څېرمه په یوه سمڅه کې نجونو ته درس ورکوي. خاوري دا ټولګی وروسته له هغې جوړ کړ چې تېر کال طالبانو د نجونو ثانوي زده کړې بندې کړې.

د هغې ټولګي ته زیاتره د بامیانو د سمڅو یا مغارو د هغو اوسېدونکو اولادونه ورځي چې له نسلونو دغلته میشت دي او د ژوند ډېر خواږه نه ور رسېږي.

سمیرا خاوري هوډ کړی چې خپلو کلیوالو نجونو ته د وړیا تدریس چاره جاري وساتي.

دې رضاکارې ښوونکې وويل: «ما په خپل زړه کې یو قصد لرلو هغه دا چې کله ما ښوونځی لوستلو نو ما څومره علاقه لرله چې درس ووایم او راتلونکې کې یو څه جوړه شم. نو همدا قصد زما په زړه کې و چې نجونې به مې په بد حالت کې لیدلې نو همدا لامل و هغه توان چې زه یې لرم باید دوی ته تدریس وکړم.»

۲۲ کلنه سمیرا خاوري د بامیانو د بودا نړېدلي بتانو ته څېرمه په یوه سمڅه کې نجونو ته درس ورکوي.
۲۲ کلنه سمیرا خاوري د بامیانو د بودا نړېدلي بتانو ته څېرمه په یوه سمڅه کې نجونو ته درس ورکوي.

خاوري تېر کال د بامیانو پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالې شوې، لا یې کال نه و پوره چې طالبانو پوهنتون ته له تګه بېرته وګرځوله.

که څه هم د سمڅو په دغه لوی کلي کې له ۳۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي، خو سمیرا وايي ایله همدا یو ټولګی سمبالولی شي.

د هغې یوه زده کوونکې ثریا حسیني وايي، طالبانو یې ښوونځي تړلي او ژوند یې ډېر سخت دی خو خوشحاله ده چې د سمیرا خاروي په مرسته خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

خاوري پر طالبانو غږ وکړ چې د نجونو تړلي ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي. هغې وویل: «دغه نجونې راتلونکی لري، هیلې او خوبونه لري. دغه هېلې باید و نه ځپل شي. له نړیوالو هم غواړو چې کار وکړي تر څو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي. هغه حق چې سړو ته ورکړل شوی ښځو ته هم ورکړل شي. دا عدالت نه دی چې دغسې کوي. زوی او لور دواړو ته باید حق ورکړل شي.»

خو لا مالومه نه ده چې دا نجونې به د سمڅې پر ځای خپلو اصلي ټولګيو ته کله ستنېږي.

XS
SM
MD
LG