د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت په ادارو کې د«CBR» پروګرام پای ته ورسېد


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي، «سي بي ار» یا د اداري ظرفیت لوړونې او ساتنې پروګرام یې پای ته رسولی او پر ځای د «تغیر» په نوم نوی پروګرام پيل کړی دی.

سي بي ار پروګرام په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پیل شو چې هدف یې د ۲۰۱۷ کال تر پای پوري په دولتي ادارو کې په لوړو معاشونو سره د ۱۵۰۰ تنو وړ او لایقه کسانو ګمارل و چې د یاد پروګرام له لارې په دغه موده کې یوازې ۱۶۰تنه ونیول شول.

دغه پروګرام په لومړیو کې د یوې پروژې په شکل د څو ادارو لخوا پر مخ وړل کېده چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي‌ خدمتونو کمېسیون ته وسپارل شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مسؤلین په لوموړیو کې «سي بي ار» یو ناکام پروګرام بولي او وايي کله چې د یاد پروګرام مسؤلیت دوی ته وسپارل شو له طریقه یې تر ازموینې وروسته ۱۵۰۰ تنه وړ کسان استخدام شول.

د سي بي ار پروګرام له لارې د بهرنیو چارو وزارت کې د کارمندانو نیولو د ازموینې بهییر
د سي بي ار پروګرام له لارې د بهرنیو چارو وزارت کې د کارمندانو نیولو د ازموینې بهییر

د دغه کمېسیون ویاند عبدالفرید احمد د دوشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۱۲مه» امریکا غږ ته وویل:" وروسته له دې چې دوی خپل هدف ته ونه رسېدل ۷۵ سلنه بودجه یې بېرته نورو پراختیايي پروژو ته ورکړل شوه، دغه بودجه په روانه ډیسمبر میاشت کې ختمېږي..."

ښاغلی احمد وايي دا چې د عامه خدمتونو برخه زیان ونه ویني د یاد پروګرام له لارې جذب شوي ظرفیتونه پر خپل ځای پاتې کېږي.

یاد کمېسیون وايي چې دوی «سي بي ار» پر ځای د «تغیر» په نوم یو نوی درې کلن پروګرام پیل کړی چې په لومړي سر کې به یوازې ۱۶ مهم کلیدي وزارتونه او عایداتي ادارې تر خپل پوښښ لاندې نیسي.

نوموړی وايي چې د «سي بي ار» پروګرام له لارې نیول شوي بستونه پر خپل ځای ته پاتې کېږي، خو وايي که یاد وزارتونه او ادرې نورو کسانو ته اړتیا ولري د «تغیر» پروګرام له لارې به ورته استخدام کېږي.

سي بي ار تر ازموینې وروسته یو شمېر کلیدي وزارتونو ته وړ او لایقه کسان نیول
سي بي ار تر ازموینې وروسته یو شمېر کلیدي وزارتونو ته وړ او لایقه کسان نیول

د «تغیر» پرورګرام یوه ځانګړېنه داده چې د یا پروګرام له لارې نیول شوي کسان به په کال کې دوه ځله ارزیابي کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي چې د «سي بي ار» پروګرام له لارې استخدام شوي بستونه په «تغیر» پروګرام کې شامل نه دي او یاد بستونه به د خپلو وزارتونو د پراختیايي بودجې له لارې تمویلېږي.

XS
SM
MD
LG