د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی


اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم افغانستان کې د اروبند غوښتنه کړې وه.
اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم افغانستان کې د اروبند غوښتنه کړې وه.

اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د سولې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره په افغانستان کې بیړني او بشپړ اوربند ته اړتیا ده.

دغه اعلامیه تیره ورځ د اروپايي تولنې په شپاړسمه غونډه کې چې په کې د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر لومړي مرستیال ګډون درلود صادره شوې ده.

اعلامیې کې راغلي: "د ټولې سیمې د پراختیا لپاره یو سوله‌ییز، هوسا او له تروریزم څخه پاک افغانستان ته ډېره اړتیا ده. په دې برخه کې ګډونوالو یوځل بیا د هراړخیزې سولې د بهیر پرمخ وړلو لپاره د همکاریو په پیاوړتیا، د افغانستان د ټولو خلکو د نړیوالو بشري حقونو او د افغانستان د تلپاتې پراختیا لپاره په خپلې ګډې ژمنې ټینګار وکړ".

دا څویم ځل دی چې اروپايي ټولنه او د سیمې او نړۍ یو شمیر هېوادونه په افغانستان کې د بیړني اوربند په تامینولو ټینګار کوي او دا د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره مهم ګڼي.

خو تراوسه دغو هڅو کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې او په افغانستان کې د جګړې لمن لاپسې پراخه شوې ده، هغه څه چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد یې له رامنځ ته شوي وضعیت څخه د طالبانو ناوړه استفاده بولي.

ښاغلي خالد تیره ورځ ولسي جرګې ته وویل چې د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو اقداماتو ته په پاملرنې د دغې ډلې له لورې سولې ته د رسېدو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هېڅ نښې نه لیدل کېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتوالی به په قطر کې د سولې روانه پروسه کمزورې کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي تیره ورځ خبریالانو ته وویل د طالبانو وروستي اقدامات او هغه څه چې دوی یې په اړه په دوحه کې ژمنې کړې وې، هېڅ ورته والی نه لري.

د سولې بین‌الافغاني خبرې د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې پیل شوې خو د څه باندې دوو میاشتو په تېروېدو سره په دغو مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG