د لاس رسي وړ اتصالات

مُلا ضعیف: ممکن د اوربند موده "درېو میاشتو" ته وغځول شي


طالبانو ته یوه نږدې سرچینه له افغان حکومت او وسله والو طالبانو څخه غواړي چې د اوربند موده "درېو میاشتو" ته وغځوي.

په پاکستان کې د طالبانو د رژیم پخواني سفیر مُلا عبدالسلام ضعیف امریکا غږ سره په یوه ځانګړې کې مرکه په جګړه کې د شاملو خواوو لخوا د اوربند اعلان، د سولې لپاره یو ښه پیغام بللی دی.

دغه پخوانی طالب چارواکی چې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري، له افغانانو څخه غواړي چې د اوربند په وخت وسله والو طالبانو او حکومت ته مراجعه وکړي.

ښاغلی ضعیف ټینګار کوي د اوربند موده دې "دریو میاشتو" ته وغځول شي او "ولس ددې لپاره کوښښ وکړي او غوښتنه وکړي [د اوربند د مودې د غځولو لپاره]، دا ممکنه ده."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې مخکې له افغان طالبانو سره په جګړه کې د اوربند اعلان وکړ او حکومتي پوځیانو ته یې لارښوونه وکړه چې د روژې له ۲۷ نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پورې پر افغان طالبانو له برید ډډه وکړي.

طالبانو د شنبې په ورځ (جون ۹) د ېوې اعلامیې په خپرولو سره پرته لدې چې د حکومت اعلان ته اشاره وکړي، د اختر په دریو ورځو کې د اوربند خبر ورکړ.

طالبانو په یوې اعلامیې کې لیکلي چې "ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله، دویمه او درئیمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالفینو پر ضد تعرضي عملیات ودروي."

مُلا ضعیف ټینګار کوي چې د اوربند د مودې د غځولو لپاره امکان لري جګړې کې شاملې خواوې د ولس غوښتنې پرځاي کړي.

مُلا ضعیف: ممکن د اوربند موده "درېو میاشتو" ته وغځول شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:11 0:00

XS
SM
MD
LG