د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د اخیستلو ۹۸مه کالیزه لمانځي


نن د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو له ۹۸مې کالیزې سره برابره ده.
نن د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو له ۹۸مې کالیزې سره برابره ده.

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸مې کالیزې لمانځل د شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) په کابل او ولایتونو کې د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د ځانګړو غونډو او مارشونو په ترسره کولو پیل شول.

د زمري ۲۸مه چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کالیزې سره برابره ده، په کابل او ګڼو ولایتونو کې د جشنونو، غونډو، اتڼونو او ویناو په ترسره کولو سره لمانځل کیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په کابل کې د افغانستان په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو د ګیډۍ په ایښودلو سره، په رسمي توګه د دغو مراسمو د پیل پرانیسته وکړه.

ارګ د یو بیان په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر غني، د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو د ګیډۍ له ایښودلو وروسته هرات ته سفر کړی، تر څو هلته د خپلواکۍ د ۹۸ کالیزې د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون سربیره د پختې د فابریکې پرانیسته وکړي.

د دغې ورځې د لمانځلو لپاره په کابل او ګڼو ولایتونو کې ځانګړي ترتیبات نیول شوي او افغانانو په واټونو، سړکونو او خپلو موټرو کې د افغانستان بیرغونه او د خپلواکۍ د ګټونکي پخواني پاچا امان‌الله خان انځورونه لګولي دي.

په کابل کې د خپلواکۍ د ۸۹ کالیزې د مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي او د ښار مرکزي برخو ته ټولې غځیدلې لارې د وسایطو د تګ راتګ په مخ تړل شوې دي.

د خپلواکۍ د لمانځلو تر ټولو شانداره ترتیبات د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌آباد ښار کې، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان‌الله خان او د هغه د میرمنې ملکې ثریا مقبرې په کې دي، نیول شوي دي.

د افغان حکومت له‌ خوا د دغو مراسمو د لمانځلو سربیره عام افغانان او د مدني ټولنې فعالین هم دا ورځ د غونډو او مارشونو په ترسره کولو لمانځي.

۹۸ کاله مخکې، د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه نیټه افغانانو له انګریزانو څخه خپلواکي ترلاسه او پخواني پاچا امان‌الله خان په رسمي توګه دغه ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ اعلان کړه.

له هغې ورځې وروسته هرکال دغه ورځ په شاندارو مراسمو کې لمانځل کیده خو د کورنیو جګړو پر مهال د دغې ورځې لمانځل تت شول او ځانګړی پام ورته نه کیده.

خو په دې وروستیو کې دغه ورځ بیرته د افغانانو له خوا په درناوي او جوش خروش سره لمانځل کیږي.

هرکال دغه ورځ په ټول افغانستان کې عامه رخصتي وي.

XS
SM
MD
LG