نن دوشنبه د «اسد میاشتې۲۸مه» د افغانستان د استقلال د بېرته اخیستلو سلمه کلیزه د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ولمانځل شوه.
په دغه ورځ د کابل ښار واټونه او څلور لارې د افغانستان د استقلال د بېرته اخیستلو د اتل غازي امان الله خان په انځورونو، د خپلواکۍ د ورځې شعارونو او د افغانستان په درې رنګه بیرغونو پوښل شوي دي.
د افغانستان پاچا غازي امان الله خان له نن څخه ۱۰۰ کاله مخکې د وخت له بریتانوۍ امپراتورۍ څخه د افغانستان خپلواکي واخیستل.
افغان امنیتي چارواکو د یادو مراسمو د امنیت د ټینګښټ په اړه د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه سهار د «اسد میاشتې پر۲۸مه» د یادې ورځې لمانځلو مراسمو پرمهال د افغانستان د دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ پر څلې ګلونه کېښودل.
په دغو مراسمو کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
که څه هم په شاندارو مراسمو د یادې ورځې لمانځلو لپاره له تېرې څه باندې یوې میاشتې راپدېخوا افغان حکومت او عامو افغانانو لخوا چمتووالی روان و، خو د کابل د شنبې ورځې خونړۍ چاودنې د دغه ورځې د لمانځلو مراسم پیکه کړل.
ټاکل شوې وه چې افغان ولسمشر د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په مناسبت نن د دارالامان ماڼۍ هم پرانیستلې وای، خو په کابل کې د وروستۍ امنیتي پېښې او له قربانیانو سره یې د خواخوږۍ په هدف تېره ورځ دغه مراسم یوې ورځې ته وځنډول.
ښاغلي غني په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ پر څلې د ګلونو د ګېدۍ تر ایښودلو وروسته په دارالامان ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د وروستیو پېښو د قربانیانو د هر څاڅکي ویني انتقام به واخلي او عاملین او ملاتړي به یې له منځه یوسي.
هغه وویل:"دښمن زموږ د بېګناه خلکو د وینې په تویولو سره، زموږ د شانداره مراسمو لمانځل وځنډول."
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کالیزې لمانځلو په هدف د کابل ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ځانګړې مراسم نیول شوي دي.
په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د غازي امان الله خان پر مقبرې هم د ګلونو ګېدۍ کېښودل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې نن دوشنبه ۱۱ چاودندو ۶۰ تنه ټپیان کړل.