د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام د پنځو نفت لیږدونکو ایراني بیړیو د ویجاړولو خبر ورکړی

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې امریکایي ځواکونو د سه‌ شنبې په ورځ (سپټمبر اتمه) پنځه نفت لیږدونکو ایراني بیړۍ ویجاړې کړې دي.

د سنټکام په وینا، دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د سپاه پاسداران ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله د امریکا د بحري قواوو یو کښتۍ په بالستیک توغندیو وویشتله.

سنټکام وايي چې د امریکا جنګي کښتۍ په بریاليتوب سره وکړای شول چې د ایران مزایل شنډ کړي او د سیمې په اوبو کې خپله ګزمه جاري وساتي.

د اعلامیې له مخې، په دغو بریدونو کې هیڅ امریکايي پرسونل ته زیان ندی رسیدلی.

د هغه څه په ځواب کې چې سنټکام "د ایران وروستي ناکام بریدونه" بللي، امریکایي ځواکونو د عمان په خلیج کې خارک ټاپو ته نږدې د 'کاویز'، 'چهارمینار'، 'هواراین ۱ '، او 'ریسکو' په نامه څلور نفت لیږدونکي ایراني بیړۍ په نښه کړي دي.

د سنټکام دا اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه‌شنبې په ورځ، د سپټمبر اتمه وویل: "ایران همدارنګه هڅه کوي چې د امریکا د بحري ځواکونو پر کښتیو برید وکړي، او هرکله چې ددې کار هڅه کوي، خپل نفت لیږدونکي بیړۍ له لاسه ورکوي."

سنټکام وايي چې له برید څخه مخکې، د کښتیو عملې ته امر شوی و چې هغه پرېږدي، او بیا بیړۍ په نښه او غیر فعالې شوې.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، ایران دا نفت لیږدونکي بیړۍ د تیلو د لېږدولو او پلورلو لپاره د "څو میلیارد ډالري" شبکې د یوې برخې په توګه کارولې کوم چې د دې قوماندانۍ په وینا، په سیمه کې د سپاه پاسداران او نیابتي ډلو لپاره یې مالي امکانات برابرول.

سنټکام دا هم ویلي چې ایران د دې بیړیو د دفاع وړتیا نه لري.

سنټکام زیاته کړې ده چې امریکایي ځواکونو د سپټمبر په پنځمه نیټه هم د ایران درې نفت لیږدونکي بیړۍ وروسته له هغه په نښه کړې چې سپاه پاسداران د امریکا په یوې الوتکه لیږدونکي کښتۍ او د هدایت کیدونکو مزایلو پر یوې بلې کښتۍ د برید هڅه وکړه.

سنټکام وايي چې د امریکا د سمندري ځواکونو پر جنګي کښتیو د برید لپاره د سپاه پاسداران ټولې هڅې ناکامې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG