د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ شنبه جون ۲۷ مه ویلي چې د هیواد سر اعلی قوماندان په لارښوونه، امریکایي ځواکونو په ایران کې په څو اهدافو هوایي بریدونه کړي.
دا په تیرو دوو ورځو کې د ایران په خاورې کې د امریکایي ځواکونو دویم پرله پسې برید دی چې د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو د ایراني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې کیږي.
د سنټکام په اعلامیې کې چې د شنبې په ورځ د واشنګټن پر وخت تر غرمې وروسته خپره شوې راغلي چې په ایران باندې د تیرې ورځې بریدونو څخه وروسته، هغه هیواد ته یو فرصت ورکړل شوی و چې د اوربند په هوکړې عمل وکړي خو زیاتوي چې نن سهار ایراني ځواکونو د پاناما په یوې کښتۍ چې د هرمز له تنګي تیریده او څه باندې دوه میلیون بیلره اومه تیل پکې بار و، د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو برید وکړ.
په ایران کې دننه دا دواړه بریدونه د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتو د ایراني ځواکونو د ډرون بریدونو په غبرګون کې شوي.
د برید څخه وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشل په شبکې کې لیکلي چې د اوربند څخه د سرغړاونې له کبله، امریکایي ځواکونو یو ځل بیا په ایران کې د توغندیو او ډرون الوتکو د ساتنې مرکزونه ویشتي دي.
ښاغلي ټرمپ لیکلي ، " ډیر امکان لري چې هغوي (ایرانیان) ښایي هیڅکله عبرت وانخلي. ښایي یو وخت به راورسیږي چې وبه نشو کړی معقول ووسیږو او مجبور به شو چې کار په نظامي توګه بشپړ کړو چې مونږ په بریالۍ توګه پیل کړی و. که چیرته دا وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور وجود ونلري".
مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د متحده ایالاتو نظامي الوتکو د شنبې ورځې په بریدونو کې په ایران کې دننه د هغه هیواد نظامي کشفي زیربناوې، د مخابراتو سیستمونه، د هوایي دفاع سیمې، د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو زیرمتونونه او د ماین خښولو وړتیاوې په نښه کړي.
په اعلامیې کې همدارنګه راغلي، پدې خاطر چې د هرمز له تنګي د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ روان وي، د متحده ایالاتو ځواکونه به تیار سی او چمتو وي او په اغیزمنه توګه به له ځواکه کار واخلي.
د پوځ مرکزي قوماندانۍ د ایران په اهدافو د شنبې ورځې د بریدنو ویډیو هم د اکس په شبکې کې خپره کړېده.
په ایران باندې د شنبې ورځې تر بریدونو وروسته، د کویټ د پوځ لوی درستیز ویلي چې د هوایي دفاع سیسټمونه یې د "دښمن"د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونو سره مقابله کوي. د کویټ پوځ په یوې اعلامیې کې له خلکو غوښتي چې د خوندیتوب او امنیت لپاره دې د چارواکو خبرو ته غوږ ونیسي.
د کویټ تر څنګ په بحرین کې هم د خطر زنګونه اوریدل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې ځانونه دې خوندي ځایونو ته ورسوي.
تیره ورځ هم امریکایي ځواکونو په ایران کې دننه یو شمیر اهداف ویشتي و. د تیرې ورځې بریدونو څخه وړاندې ، د متحده ایالاتو جمهور رئیس ایران د دواړو هیوادونو تر منځ د اوربند له هوکړه لیک څخه په سرغړاونې تورن کړی و.
ښاغلي ټرمپ د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي و، "د ایران اسلامي جمهوریت پر هغو کښتیو چې د هرمز تنګي څخه د تیریدو په حال کې وې د ډرونونو څلور بریدونه کړي دي. موږ درې نور ډرونونه ویشتلې. دا په ښکاره زموږ د هوکړې څخه یوه بې باکانه سرغړونه ده".
د جمهور رئیس مرستیال، جې ډي ونس هم ایران ته خبرداری ورکړی چې د تشدد ځواب به په تشدد ورکړل شي. هغه د اکس په شبکې کې لیکلي چې ایران د امریکا سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړې چې په وینا یې امریکا پرې عمل کړی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې که ایرانیان د تفاهم لیک د تطبیق په هکله پوښتنه لري، کولی شي چې د ټیلیفون دلارې خبرې کړي.
په ایران باندې دا دواړه بریدونه د واشنګټن او تهران تر منځ د تفاهم لیک لاسلیک کیدو څخه وروسته کیږي.
پدې لیک کې چې د روانې جون میاشتې په ۱۸ مې لاسلیک شوی ویل شوي چې کښتیو ته باید د هرمز له تنګي په خوندي توګه د تیریدو راتیریدو اجازه ورکړل شي.
فورم \ دبحث خونه