د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ وایي چې ایران لا هم خپل یو څه نظامي قابلیتونه ساتلي دي خو دا قابلیتونه ډیر ندی.
نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ (جون ۲۶) په ایران کې پر یو شمیر اهدافو د امریکایي ځواکونو له بریدونو وروسته وکړې.
ولسمشر ټرمپ وویل:"ایران، که موږ دا نه وای کړي، تاسې پوهیږۍ موږ تر اوسه هم یوه جګړه لرو. هغوی یو څه قابلیتونه لري، ډیر ندی. هغوی یې نه ګټي. هغوی یو څه قابلیتونه لري. هغوی لا هم بریدکولی شي، هغوی پرون د هرمز له تنګي څخه په تیریدونکې لویي کښتۍ د ډرون برید وکړ. څلور یې وتوغول. درې مو وویشتل، یو یې فکر کوم له موږ څخه خطا شو، هیچا ونه لیدل چې راځي. پر یوې کښتۍ ولګیدل او یو څه تاوان یې واړاوه. تاسې داسې کارونه نشئ کولی."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د تروت سوشل په یوه پیغام کې ایران په هرمز تنګي کې پر یوې کارګو کښتۍ په برید کولو تورن کړی او دا یې د دواړو خواوو له خوا د شوي هوکړې څخه سرغړونه وبلله.
نوموړي وویل "د ایران اسلامي جمهوریت پر هغو کښتیو چې د هرمز تنګي څخه د تیریدو په حال کې وې د ډرونونو څلور بریدونه کړي دي. یو له دغو ډرونونو څخه په مستقیم ډول د یوې لویې او ډېرې قیمتي بار وړونکې کښتۍ پورتنۍ برخه په نښه کړه. کښتۍ ته زیان اوښتی، خو وتوانېده چې خپل سفر ته دوام ورکړي. موږ درې نور ډرونونه ویشتلې. دا په ښکاره زموږ د هوکړې څخه یوه بې باکانه سرغړونه ده."
د ایران له خوا په نښه شوې کښتۍ د سنګاپور وه او د یاد هیواد د چارواکو په وینا، دا برید د پنجشنبې په شپه د شپې لس بجې شوی خو هغوی ویلي چې د کښتۍ ۲۱ علمه روغه رمټه ده.
د هرمز په تنګي کې د سنګاپور پر دې کښتۍ د ایران له برید وروسته، د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې په ایران کې یې د توغندیو او ډرون الوتکو زیرمتونونه ویشتي دي.
ددغې قومندانۍ په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې پدې برید کې د ایران بندري رادار هم په نښه شوی دی.
په عین حال کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال، جې ډي ونس ویلي چې ایران د امریکا سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړې چې په وینا یې امریکا پرې عمل کړی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې که ایرانیان د تفاهم لیک د تطبیق په هکله پوښتنه لري، کولی شي چې د ټیلیفون دلارې خبرې کړي.
جې ډي ونس خبرداری ورکړی چې د تشدد ځواب به په تشدد ورکړل شي.
د امریکا او ایران تر منځ په تفاهم لیک کې چې د جون میاشتې په ۱۸ مې لاسلیک شوی ویل شوي چې کښتیو ته باید د هرمز له تنګي په خوندي توګه د تیریدو راتیریدو اجازه ورکړل شي.
فورم \ دبحث خونه