د امریکا وسلهوالو ځواکونو د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۸مه وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې د «حماسي غضب عملیاتو» په لومړۍ څپه کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سوق او ادارې تاسیسات، د هوايي دفاع وړتیاوې، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه او پوځي هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.
د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې یا ټپي کېدو هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی. په اعلامیه کې راغلي: «د امریکا تاسیساتو ته اوښتی زیان ډېر کم و او پر عملیاتو یې اغېز نه دی کړی.»
د سنټکام د بیان له مخې، د امریکا ځواکونو او متحدو قواوو عملیات د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا د ختیځ وخت د سهار په ۱:۱۵ بجو (د تهران پر وخت شاوخوا ۹:۴۵ بجې) د امریکا د ولسمشر په امر پیل کړل.
سنټکام ویلي چې د دې عملیاتو هدف د ایران د رژیم د امنیتي دستګاه له منځه وړل او هغو ځایونو ته لومړیتوب ورکول دي چې د نږدې او فوري ګواښ په توګه ګڼل کېږي.
د سنټکام قوماندان براد کوپر په اعلامیه کې ویلي: «ولسمشر د زړور اقدام امر وکړ، او زموږ زړور سرتېري، سمندري ځواکونه، هوايي ځواک، ځانګړي سمندري ځواکونه، ساتونکي او ساحلي ګارډ دا امر عملي کوي.»
فورم \ دبحث خونه